(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۴) الماس خدرخېل
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار نن پنج شنبه کابل ته ولاړ او ټاکل شوې ده چې له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې ليده کاته وکړي.
د حزب يوې سرچينې د کابل ټکی کام خبريال ته وويل، چې نوموړی څو شيبې وړاندې له خپلو پلويانو سره يوځای کابل ته راورسېد.
تېره ورځ د دغه ګوند يوه وياند حميد عزيزي رسنيو ته ويلي، چې حکمتیار به د پنجشنبې پر ورځ کابل ته له تلو وروسته ارګ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره وویني.
د حزب اسلامي سرچينې وايي، نوموړی به له غرمې وروسته د ارګ له لوري په رسمي مراسمو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده، چې ګلبدين حکمتيار به سبا د جمعې په ورځ د کابل په حضوري چمن کې خلکو ته وينا وکړي.
د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د هوکړې له مخې ويل شوي و چې د دغه ګوند ټول بنديان به په درې مياشتو کې د افغان دولت له زندانونو خوشې شي، خو تر اوسه د دغه ګوند يواځې ۴۸ زندانيان خوشې شوي دي.
عزيزي وايي، حکمتيار به له ولسمشر غني سره د بنديانو د برخليک په تړاو هم خبرې وکړي.

















