کابل ټکی کام| ۱۵ غویی، ۱۳۹۶- له پلازمینې کابل څخه په تازه راپورونو کې ویل کیږي چې نن د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په ضد د کابل ښار دارالامان اړوند سرکونو کې لاریون پیل شوی.
دغه لاریون چې سلګونه تنو په کې ګډون کړی نن ماسپښين مهال پیل شوی چې اوس هم دوام لري.
لاریون کونکو د خپلو کورنیو د یو شمېر هغو وژل شویو غړو انځورونه پورته کړي چې په کابل ښار کې څو لسیزې وړاندې په خپلمنځي جګړه کې وژل شوي و .
لاریون ته چې خبریالان هم ورغلي، لایون کونکي د ”مرګ په ګلبدین حکمتیار“ او ”مرګ په ګلبدین راکیټیار“ شعارونه وايي او له حکومته غوښتنه کوي چې حکمتیار دې محکمه شي.
د لاریون ګډونوال ادعا لري چې ګلبدین حکمتیار په کورنۍ جګړه کې ۷۰ زره بې ګناه ښاریان وژلي. د غه راز یې د کابل په ښار زرګونه راکیټونه اورولي او په زرګونو ښاریان یې بې کوره کړي.

اوس مهال لاریون کونکي د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کور مخې ته ور ټول شوي او حکمتیار ته د خپلو زامنو د وژونکي خطاب کوي.
دیادوني وړ ده چې د روند سبز ګوند د امرالله صالح لخوا اداره کیږې.
دا لاریون په داسې حال کې کیږي چې د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار یواځې یوه ورځ وړاندې کابل ته راغلی.
خالد وفا


















