(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غوایی ۱۵) محمد طاهر
د شمالي کوریا د ملي امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا او جنوبي کوریا استخباراتي ادارې هڅه کوي، چې د دې هېواد ولسمشر کیم جونګ اون په پټه توګه له منځه یوسي.
خبر پاڼه کې ويل شوي، امریکا او جنوبي کوریا یو ترهګره ډله د دوی هېواد ته لېږلې، دغه ډله غواړي چې په کیم جونګ اون باندې د کیمیاوي مادې مرګوني برید وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ترهګره ډله غواړي پر کیمیاوي مادې سربېره د (نینو) په نامه یوه زهرجنه ماده هم وکاروي، د دوي په وینا، یاده ترهګره ډله به ژر تر ژره ونیول شوي او د خپلو کړنو جزا به ور کړل شي.
دا په داسي حال کې ده، چې د شمالي کوریا پولیسو څو ورځې وړاندې د ۳ امریکايي وګړو د نیول کېدو خبر ورکړی و.


















