جواد څارګر
زه کوچنی وم چې روسي یرغلګرې لښکرې تورمخونه په تېښته له افغانستانه د حیرتان پر بندر ووتې او موده وروسته د کمونیستي رژیم له سقوط سره سم، افغان مجاهدین د کابل پر ښار ورغلل.
څه وشول، څه ونه شول؟
ښه وشوه، که بد وشوه، بس ټول ملت ولیدل؛ خو دا ثابته ده چې هغه څه ونه شول څه چې افغان ولس غوښتل او د څه یې چې هیله او توقع درلوده.
لوټ مار ونښت، ودان کورونه په کنډوالو بدل شول، د هیواد متر ـ متر پاټکونو ونیو، ولایاتو خپله ډنګوله او مرکز خپله ډنګوله، افغانانو بیا کډې بار کړې، پردیو وطنونو ته کډه شول، د کابل په ښار کې یواځې کوڅه ډب سپي او د ګوندونو جنګې ملېشې پاته شوې.
افغانانو سوله غوښته، پخپل وطن یې د هوسا او سوکاله ژوند هیله د هجرت له دیاره له ځانه سره راوړې وه، او قرباني یې هم دهمدې هیلو د تحقق لپاره ورکړې وه.
مګر هیلې سرچپه شوې، د مشرانو د ځان ځانیو او من مانیو ښکار شوې. د هیواد په هر ښار او هر واټ کې د جګړو اورونه داسې ژبغړانده شول، چې تر ننه یې لمبې اسمان ته پورته کېږي او افغان ولس په کې سوځېږي.
په دې جګړو کې پړ څوک دی او وړ څوک دی؟
ترې تېر به شو، مګر بیا هم دا ثابته ده چې د ملت په سرنوشت لوبې وشوې، ملي ارزښتونه شا ته وغورځول شول او د شخصي ګټو د تثبیت لپاره مشران خپلو کې سره لاس ـ ګریوان او د یو ـ بل دښمنان شول.
د شهیدانو وینې هدر شوې، د زخمیانو په زخمونو مالګې وپاشل شوې او د یتیمانو، کونډو، رنډو او بورو مېندو د آهونو، او سلګیو پروا ونه ساتل شوه؛ طالب له ډېرې مجبورۍ کتاب قات کړ او د جهاد د ضایع شوې ثمرې د تر لاسه کولو لپاره یې میدان ته ور ودانګل.
په پنځه کلنه دوره کې یې هیواد له پاټک سالاریو وژغوره، سر بخود قومندانان یې له وطنه وشړل او کابو پر ټول هیواد یې د سولې سپین توغ رپاند کړ.
پر افغانانو د هیچا سوله او ارام ژوند نه شو پېرزو. تښتېدلي او شړل شوي مشران یې څنګ کې ورته ونیول او په افغانستان کې د بیا ځل انارشېزم رامنځ ته کولو لپاره یې پر دې هیله وروزل، چې په مناسبه موقع به یې د ځوریدليو افغانانو پر اوږو، په ډېر ماهرانه او مکارانه ډول ورسپاره کړي او همداسې یې وکړل.
دلته باید ووایم چې اسامه یوه بهانه وه. تېره ورځ خلیلزاد هم ومنله چې پر طالبانو برید حتمي و، خوا اسامه بن لادن وای، یا نه؛ کوم خلک چې له طالب تښتېدلي ول، هغوی نه غوښتل چې د طالبانو د اسلامي نظام په ټینګښت یې د افغانستان سره د تل لپاره رابطه غوڅه او کټې یې دفن شي.
همدوی ول چې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د غرب ځولۍ ته ولوېدل، له افغانانو یې آرام او هوسا ژوند واخیست، په بل اشغال یې واړول، فاسفورس او کیمیایي بمونو ته یې وتړل، او بیا ځل د غربي وحشیانو د جنګي الوتکو پر مټ افغانستان ته راغلل.
له دوی د سولې هیله، له دوی ملي او اسلامي ارزښتونو ته د ژمنیا هیله، له دوی د وران ـ وېجاړ افغانستان د جوړاوي هیله، له دوی د تلپاته سولې او آرامۍ هیله ځان ته له دوکې ورکولو پرته بل څه نه دي.
که دا ومنو چې دوی په اخلاص توبه وېستلې او غواړي تېر هېر کړي؛ نن د ګلبدین پر ضد د امرالله صالح په اشاره، لاریون ولې ترسره شو؟
کابل ته د حزب اسلامي د مشر په راتګ د اجرائیه رئیس بڼه، ولې ژېړه ده؟
سیما ثمر یې ولې پر ضد خوله خلاصه کړې؟!
که د ځینو خلکو تحالیل ومنو چې ولس مشر(!) غني غواړي په حکمتیار، شمالیان وټکوي؛ آیا پر داسې کړنو سوله راتللی شي؟
سوله زموږ هیله ده، خو ولې د سولې د تامین لپاره فقط او فقط له طالبانو غوښتنې کېږي او د جګړې بل اړخ یو مخ صرف نظر دی؟!
که زه پر دې ډاډه او باورې شم چې دا خلک په رښتینې توګه تېر هېروي، دیني او ملي ارزښتونه پر شخصي هغو مقدم ګڼي او په اخلاص یې توبه کاږلې؛ قسم په الله چې دوه لاسي سلام ورته وکړم، ځکه چې زه له مودو راهیسې د سوکاله او آرام افغانستان په هیله یم، او غواړم د خپلو اولادونو لپاره خپل لالهانده ژوند تکرار نه کړم.
ما ته له روانو کیسو د وینو بوی راځي، کابل بیا د زور واکانو او خود سره ملېشو په منګولو کې لتاړ او د وطن وګړي کډه پر سر وینم.
نور څه نه وایم بس همدومره.
څښتن پروردګاره! که د دوی ترمنځ سوله زموږ د دین او وطن په ګټه وي، کامیاب یې کړې او که بیا ځل د دې در په در ملت په سرنوشت لوبې کول غواړي (لکه څنګه چې ښکاري) څښتنه پخپلو کې یې سره داسې اخته کړې چې دا ځورېدلی ـ کړېدلی ملت یې د تل لپاره له غمه وژغورل شي.
د هوسا، آرام او اسلامي افغانستان په هیله!


















