د سولې عالي شورا: افغانستان کې روانه جګړه نړيواله لوبه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۵) الماس خدرخېل
د افغانستان د سولې عالي شورا په هېواد کې روانه جګړه نړيواله لوبه وبلله او زياتوي چې تر هغې د دې لوبې تعريف څرګند نه شي سوله ناممکنه ده.
د دغې شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار اسمعيل قاسميار رسنيو ته ويلي، چې د سولې په رابطه د دوی هڅې ځکه بې نتيجې وې چې افغان جګړه بهرني عوامل لري او په وينا يې چې د امريکا په ګډون ځينې نور هېوادونه باید د سولې هڅې بريالۍ کړي.
نوموړی، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د بريالي کيدو ستر دليل دا بولي چې نړيوالو قدرتونو له دغه سولې نه يواځې چې مخالفت يې وکړ بلکې ملاتړ او مرسته يې وکړه.
قاسميار زیاتوي، له طالبانو سره سوله يوه پيچلې موضوع ده او د دوی له لوري د جګړې ګرميدل او سړيدل هم د نړيوالې لوبې يوه برخه ده.
داسې ګونګوسې دي، چې ښايي ګلبدين حکمتيار د مرحوم پيرسيد احمد ګيلاني په ځای د سولې د عالي شورا رئيس وټاکل شي.



