”پر عراق او افغانستان مو برید د ډيموکراسۍ د راوستلو لپاره نه دی کړی“
کابل ټکی کام | غوایی ۲۵، ۱۳۹۶- د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره وایي، په منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د غرب مداخلې او نظامي یرغلونه د ډیموکراسۍ د حاکمولو لپاره نه و، بلکه موخه یې د خپل ځان لپاره د شته خطرونو لیرې کول و.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې، کانډولیزا رایس د بروکینز په پوهنتون کې د خبرو پر مهال ویلي ”موږ عراق ته د ډیموکراسۍ د راوستلو لپاره نه و تللي، پر عراق باندې زموږ د برید موخه د صدام حسین له منځه وړل او د هغه د حکومت نسکورول و.“
رایس همدا راز وایي ”موږ د طالبانو حکومت د ډیموکراسي د راوستلو لپاره نه دی نسکور کړی، بلکه موږ د طالبانو حکومت القاعدې ته د پناه ورکولو له کبله نسکور کړ.“
امریکا پر عراق باندې د برید په وخت کې ویلي و چې پر عراق یې د برید موخه د اټومي وسلو له منځه وړل او په دغه هېواد کې د ډیموکراسي راوستل و. همدا راز پر افغانستان باندې د یرغل یوه موخه د ډیموکراسي حاکمول ښودل شوي و خو د بوش د حکومت دغې لوړپوړې چارواکې ویلي چې د دواړو بریدونو موخه یې د خپل ځان لپاره د شته خطرونو له منځه وړل و.
کانډولیزا رایس د امریکا د پخواني ولسمشر، جورج ډبلیو بوش په حکومت کې له ۲۰۰۱ز نه بیا تر ۲۰۰۵ز کال پورې د ملي امنیت د سلاکارې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.



