د رحمت باران

عرفان الله عرفاني
د رحمت باران
په سپېرو دښتو د رحمت ښايسته باران غواړمه
د غرو لمنو کې رنګين سره سپين ګلان غواړمه
لکه فرهاد کولنګ په لاس را نړومه غرونه
د کاڼو منځ کې ملغلرې او مرجان غواړمه
د لوی درياب ساحل کې ګرځم تېرېدلی نشم
د اوښتون ستره بېړۍ او جاله وان غواړمه
له پورې کلي يم راغلی څو غوښتنې لرم!
هلته غزاته څو تکړه تکړه ځوانان غواړمه
وژنم پاپان د کليسا د ناقوس زنګ ماتوم
زه مساجد، محراب ، منبر، غږ د آذان غواړمه
په ظاهر سپين په زړونو تور خلک مې نه دي پکار
زه مسلمان يم ښه سپېڅلي مسلمان غواړمه
شرقي غربي دېمکراسي قانون منلی نشم
دين د اسلام د خدای عظيم کتاب قرآن غواړمه
خير دی که وران دی خو بې ننګه بې غيرته نه دی!
هسکه شمله د ګران غازي افغانستان غواړمه
چې په اشعارو کې د دين، وطن ستاينه کوي!
( عرفاني ) داسې حق پرسته شاعران غواړمه



