د سهار لمانځه ته د پاڅېدو لپاره ۵ آسانه لارې!

ژباړه او راټولونه: منیب الرحمن رحماني

له بده مرغه چې د سهار لمونځ، په ورځ کې د قضا شويو لمونځونو ترټولو ډېر قضا شوی لمونځ دی.

څنګه چې د سهار لمونځ د خوب په اخیرو وختو کې دی نو نفس ته دا وخت پاڅېدل سخت تمامیږي. داسې حال چې وي او شخص د سهار لمونځ قضا کړي، نو د ورځې پاتو لمونځونو ته يې شوق کم شي نو د سهار لمونځ ډېر مهم او تهداب دی.

اوس نو راځئ د حل لارې يې ولولو!

لومړي: ولې لمونځ کوو؟ د دې په ماهيت باندې پوهېدنه

موږ د چا په وړاندې درېږو؟ د چا په امر لمونځ کوو؟ څنګه يو پروردګار ته په سجده پريوځو او عبادت يې کوو؟

موږ د داسې يو پروردګار په وړاندې درېږو او لمونځ کوو چې ټول مخلوقات يې زموږ خدمتګار ګرځولي دي، ياغي او طاقتور اسونه، اوښان، لوي بحرونه، نباتات او لنډه دا چې ټول مخلوقات يې زموږ خدمتګار ګرځولي دي. د اوبو لاندې د د هغه وړو او لويو موجوداتو ضرورتونه ويني، اوري، پوهېږي، هغوی ته رزق ورکوي او پالي یې.

لمر يې بې له ګازو، لرګيو او ذغالو روښانه کړی، د دنيا په ميليونونو ځله لويې سيارې د تسبيح د دانو په شان راڅرخوي، بې له دې چې له يو بل سره ټکر وکړي يا ګډوډې شي.

نو موږ د داسې يو ذات په امر د هغه په وړاندې درېږو او لمونځ کوو.

دويمه لاره: پاڅېدو ته نيت کول

بيګاه بايد د سهار د لمانځه د پاڅېدلو لپاره جدي نيت او تصميم ونيول شي، دا چې (که شوه، ګورو به، که ويده نشوم) جملې او چورتونه د سړي لمانځه ته د څومره اهميت ورکولو څرګندويي کوي؟

څنګه چې يو د نيوي کار وي، سهار وختي ان د لمانځه له وخته مخکې پاڅېږو او په بېړه ځان رسوو او کله چې د مخلوقاتو د څښتن امر شي نو خوب راځي او ټنبلي کوو، دا د پروردګار په وړاندې څومره لويه بې احترامي ده؟ تاسې فکر وکړئ!

د دنيا او رئيس ورکړه به څه وي؟ د مخلوقاتو د څښتن وعده چې جنت او داور نه نجات دی. نو کومه وعده به بهتره او دايمي وي؟

بېګاه بايد جدي تصميم ونيول شي چې د الله پاک امر دی او حتما بايد پاڅم.

درېيمه لاره: وختي ويده کېدل

په فطري ډول د بالغو انسانانو لپاره پنځه ساعته خوب کفایت کوي، په دې ډول بايد په دولسو او يا يوه بجه حتما ويده شو.

څلورمه لاره: تدبير نیول

که چېرې مو نيت هم وکړ، وختي هم ويده شوی او بيا مو هم ونشو کولی چې سهار لمانځه ته پاڅئ، نو بايد ځينې معنوي او مادي تدابير ونيول شي.

معنوي تدابير: د خوب نه مخکې آيت الکرسي، د الکوثر سورت او ځينې هغه دعاګانې چې پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) توصيه کړې دي، ولوستل شي.

مادي تدابير: د الارم او ساعت برابرول؛ هغه هم په داسې ځای کې چې ستاسې د څنګ نه لیرې وي او زر يې بند نشی کړی.

د کورنۍ او دوستانو نه مرسته غوښتل، چې يا مو پاڅوي يا زنګ درته وکړي.

يا دا چې د شپې پرېمانه اوبه وڅښئ.

پنځمه لاره: د ويښېدو سره سم لمانځه ته پاڅېدل

څنګه چې ويښ شوئ بايد فورا پاڅئ. اکثره دا جملې چې (وروسته به پاڅم، لاوخت شته) په نه کېدلو تمامېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button