لوګر ولايتي شورا: د زورواکو له لوري زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۵) الماس خدرخېل

د لوګر ولايتي شورا وايي، چې په دغه ولايت کې د زورواکو او عامو خلکو له لوري زرګونه جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

د ولايتي شورا رئيس محمد ناصر غيرت رسنيو ته ويلي، چې زورواکو د لوګر په مرکز پلم علم او خوښۍ ولسوالۍ او ځينو نورو سيمو کې دولتي ځمکې غصب کړي او اوس هم دغه لړۍ جريان لري.

نوموړی وايي، د محمداغۍ ولسوالۍ په شکار کلاسيمه کې شاوخوا درې نيم زره جريبه ځمکه د خلکو له لوري غصب شوې او په خپل سر يې پکې کورونه اباد کړي دي.

نوموړي له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې بايد د دولتي ځمکو د غصب مخه ونيسي او زياته يې کړه: (که حکومت د ځمکو د غصب مخه ونه نيسي، يو خو د خلکو باور پر حکومت کمېږي او بله دا چې د خلکو تر منځ د نفاق او جنګ جګړو لامل کېږي).

دغه راز د شورا يو بل غړی محب الله بیا وايي، چې د دغه ولايت په هره برخه کې دولتي ځمکې د زورواکانو او عامو خلکو له لوري غصب شوي دي.

په ورته وخت کې د لوګر والي محمد حليم فدايي هم مني، چې په دغه ولايت کې دولتي ځمکې غصب شوي خو وايي، چې له غصب او فساد سره مبارزه د دوی په کاري لوموړيتوبونو کې ده او په وينا يې چې له دې وړاندې هم د مرکز په ګډون په يو شمیر ولسواليو کې لږ تر لږه اووه زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه کړې ده.

د والي د مالوماتو له مخې په دغه ولايت کې ۱۸۹۸ د ځمکو غاصبين پيژندل شوي چې د پوره څېړنو وروسته به يې د نيولو په اړه اقدام وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button