افغان پوځ سره د امريکا نيمګړى ملاتړ!

سرليکنه
په کابل کې د امريکا نوي سفير يو ځل بيا افغان پوځ سره د ملاتړ په ټینګار وينا کړې ده ويلي یې دي چې امريکا به د افغان پوځ سره په هر اړخيزه توګه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د تېر په څېر به افغان پوځ په نوې ټکنالوژۍ او د روزنې په دوام سره د هېواد د دفاع وړ وګرځوي.
د امريکا نوي سفير، هوګو لورېنس د لوی درستیز جنرال محمد شريف يفتلي سره په کتنه کې وويل امريکا به د وسله وال پوځ د پياوړتيا لپاره هر ډول اقدام کوي او په عملي توګه به خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د افغان پوځ سره د امريکا د سفير هوګو لورېنس د مرستو موخه دا ده چې په افغانستان کې هوايي دفاعي ځواک پياوړى شي او د وسله والو طالبانو په مقابل کې د بريدونو د ځواب توان ولري.
د افغانستان هوايي ځواک تر اوسه پورې د ناټو په لاس کې دى، په هرځاې کې چې وغواړي عمليات کوي او کولاى شي. افغان هوايي پوځ د عملياتو کولو نه جرئت کولاى شي او نه ورته ناټو اجازه ورکوي، آن افغان پيلوټان په هوایي ډګر کې د ګرځېدو صلاحيت هم نه لري. امريکايي هوايي پوځ په دې هڅه کې دې چې وروسته له دې به افغان هوايي پوځ ته د اړتيا پر مهال د عملياتو موقع په لاس ورکړي.
دا مهال په هېواد کې افغان ځواکونه د طالب وسله والو سره په جګړه بوخت دي چې په مخامخ جګړه کې د طالب وسله والو مقابله نه شي کولاى؛ ځکه خو د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې د پوځيانو د تلفاتو کچه لوړه وښودل شوه او علت یې د افغان حکومت کمزورى پوځي مديريت په ګوته کړ.
لکه څرنګه چې د وسله والو طالبانو په مقابل کې پوځي قطعات او نور امنيتي ځواکونه په جګړو بوخت دي، امريکايي پوځي مشران غواړي هوايي ځواک کې هم يو څه ونډه افغان پوځ ته ورکړي او يا ورسره لازمه مرسته وکړي؛ خو د هېواد دفاع يواځي په بهرنيو يا امريکايي پوځي مرستو سره نه شي کېداى، د هېوا د دفاع تل ولس کړې ده او ولس یې توان لري.
موجوده حکومت د خپل ولس پر ځاى پر امريکايي پوځ تکيه کړې ده، چې امريکا تل افغانان په نيمه لار کې پريښې دي. کله چې په کابل کې کمونستي نظام ړنګ شو او مجاهدين کابل ته ننوتل، د کابل په ۷ برخو کې سخته جګړه روانه وه، خپل منځي او تنظيمي جګړو کابل په کنډوالو بدل کړل؛ هغه مهال امريکا افغانستان ته شا کړه او په نيمه لاره کې یې افغانان په داسې حال کې چې په خپلو کې سره په جګړه اخته و پرېښودل.
په کار ده چې حکومت په ولس تکيه وکړي، ولس ته الله قوت ورکړى او په هر هېواد کې چې کوم بدلون راغلی هغه د ولس په زور او قوت سره راغلی، د کوم واکمن څخه چې ولس لاس اخیستی هغه د هېواد واک له لاسه ورکړی دى او چا چې د ولس واک خپل کړی هغه د هر څه واک تر لاسه کړی دى.
موجوده حکومت د ولس رایې او مشورې ته شا کړې ده، د امريکا نوې ستراتيژۍ ته سترګې په لاره دى چې امريکا به د افغانستان لپاره څه ډول ستراتيژي خپلوي او د افغانستان سره به تر څو کالو پورې مرستې کوي؟
که افغان چارواکو د خپل ولس او خپل هېواد په داخل کې په خپلو مټو باور درلودای، د امريکا ستراتيژي ورته هيڅ نه وه. په ترکيه کې مو وليدل چې ګولن د امريکا په مرسته پوځي کودتا وکړه خو ولس د اردوګان سره و، د ګولن هوايي او زغرواله کودتا یې ولس په تش لاس ناکامه کړه.
دا چې د مشرانو د جرګې غړې، ګلالۍ په دې اعتراف کوي چې د بدخشان ولايت د جرم په ولسوالۍ خستک کلي کې مخالفو وسله والو خوندي مرکز جوړکړی دى، ښکاره دليل یې دا دی چې حکومت د امريکا د مرستو ډاډ ته خوشحاليږي؛ خو د خپل ولس ډاډ نه ترلاسه کوي. که حکومت ته د خپل ولس ډاډ موجود وي، حکومت ولس ته ارزښت ورکولاى، په خستک کلي کې هيڅ وخت مخالفو وسله والو خوندي مرکز نه شو جوړولاى.
چا چې د ولس رايو او قوت ته په سپکه سترګه کتلي هغوی هرڅه بايللي دي، که د هېواد تيرو واکمنو ته نظر وکړو نه يواځې دا چې پر ولس بې باوره واکمنو واک بايللى، بلکه ژوند یې هم له لاسه ورکړی دی.
د ولس ملاتړ او مرسته د کاميابۍ زيری لري او د بهرنيانو يا امريکا ملاتړ نيمګړى وي، چې دمخه هم ثابت شوی او وروسته له دې به هم ثابت شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button