د سعدي شیرازي پنځوس مرغلرې!

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل

  • هر څوک چې بې فکره خبره وکړي، نو له ځواب څخه به یې خواشینی شي.
  • د ناوه اخلاقو خاوند، له داسې دښمن سره ښکېل دی، چې هرځای ته لاړ شي، ورڅخه خلاصون نه لري.
  • هر څوک، چې له بدانو سره کېني، نو نېکي به ونه ویني.
  • په دې باندې غوره کول، چې څه ووایم، له دې پښېمانۍ څخه ډېره غوره دی، چې ولې به مې داسې ویل.
  • لس دروېشان په یوه ټغر ځایېږي، خو دوه پاچاهان په یوه هېواد کې نه ځایېږي.
  • له کچې ډېره غوسه وحشت را منځته کوي او بې وخته مهرباني جذبه له منځه وړي.
  • د دوست کور جارو کړه، خو د دښمن دروازه مه ټکوه.
  • دومره مه نرمېږه، چې نور درباندې زړور شي او دومره مه سختېږه، چې نور درنه ماړه شي.
  • د دوستانو د زړونو ځورول، د دښمنانو د هیلو پوره کېدل دي.
  • د ورین تندي دېو غوره وي له تریو مخې حورې نه.
  • شیطان له نېکو او سپېڅلو خلکو سره نه مخامخ کېږي او پاچا له بېوزله او مفلسو خلکو سره.
  • کوم کار چې په زرو ترسره کېږي، د مرګ له خطر سره ځان مخامخ کول نه دي پکار.
  • د هوساینې په ارزښت هغه څوک پوهېږي، چې په ستونزه کې را ګیر شي.
  • علم د دین پالنې له پاره دی، نه د دنیا خوړنې له پاره.
  • هرڅوک، چې له ځانه پوه سره بحث کوي، ترڅو وپوهېږي چې پوه دی، نو پوه شئ، چې ناپوه دی.
  • تر مضرو انسانانو بې بدو بار وړونکی څاروی غوره دی.
  • که د یوه کار په ترسره کولو کې زړه نازړه یاستئ، نو هغه غوره کړئ، چې بې زیانه وي.
  • شته د عمر د هوساینې له پاره دي، نه عمر د شتو د راټولولو له پاره.
  • له غلیم سره داسې چلند وکړئ، چې د سبا ورځې پښېماني در په غاړه نه وي.
  • د پاچاهانو په دوستۍ باور مه کوه او د ماشومانو په خوږ غږ مه مغروره کېږه، ځکه چې هغه به په خیال او دا به په خوب بدل شي.
  • هغه ورور، چې یوازې د ځان په غم کې وي، نه ورور دی او نه هم خپلوان.
  • که د بېوزلو په سر مو د ترحم لاس راکښه، نو د زورور له تېري څخه به وژغورل شئ.
  • له دوستانو سره په ځنځیرونو کې ښه یم نه له پردیو سره.
  • هر څوک، چې په خپله تله کې زر لري، نو په خپلو مټو کې زور هم لري.
  • د مار بچیان هم ماران وي، نو ځکه د هغو ساتنه ناپوهي ده.
  • دوست هغه دی، چې رښتیا درته ووایي، نه دا چې درواغ دې رښتیا کړي.
  • هر چا چې په خپل ژوند کې چاته ډوډۍ نه وي ورکړي، نو چې مړ شي، نوم یې هم څوک نه اخلي.
  • ښه ملګری هغه دی، چې تنګسه کې در په کار شي.
  • روزنه یو شان ده، خو استعدادونه جلا جلا.
  • د دوه کسانو ترمنځ د دښمنۍ اور ته لمن مه وهه، که هغوی سوله وکړي، نو په منځ کې به یې ته شرمېدلی وې.
  • له بل نه د څه غوښتلو پرځای، له لوږې مړه کېدل غوره دي.
  • که غواړې، چې په راز دې دښمن خبر نه شي، نو دوست ته یې مه وایه.
  • څوک چې ځان ته نصیحت ونه کړي، نو د نورو نصیحت ته اړ دی.
  • څوک چې د توان په وخت کې له چا سره ښېګڼه ونه کړي، نو د ناتوانۍ پرمهال به له سختو ستونزو سره مخ شي.
  • د دښمن هر کار چې بند شو، نو د دوستۍ لاره به ونیسي او بیا په دوستۍ کې به هغه کارونه ترسره کړي، چې دښمن یې هم نه شي ترسره کولای.
  • کینه کښ سړی، په خپلو دوستانو هم ژوند تنګوي.
  • له نفس پالونکي سره هنرمندي نه ښایي او له بې هنره سره مشري.
  • د هر چا له نظره عقل یې بشپړ او زوی یې تر ټولو ښایسته او ښکلی دی.
  • د چا چې حساب پاک دی، نو له احتسابه یې څه باک دی.
  • دښمن په دښمن ووژنه، چې د دواړو له شره خلاص شې.
  • مینه له واده نه خوږه وي، ځکه زمانه له تاریخ نه خوږه ده.
  • د دوه دښمنانو ترمنځ داسې خبرې وکړه، چې کله دوستان شي، نو ته یې په منځ کې ونه شرمېږې.
  • عقل په نفس پالنه کې ګیر دی.
  • دوه کسان د هېواد او دین دښمنان دي بې حلمه پاچا او بې علمه پرهیزګار.
  • توان او ځواک لرل په هنر وي، نه په مال، لوی والی په عقل سر دی نه په کال.
  • له یوه حکیم څخه پوښتنه وشوه، چې سخاوت غوره دی او که زړورتیا؟ ویې ویل: هغه څوک چې سخاوت لري، نو زړورتیا ته هېڅ اړتیا نه لري.
  • بې عمله عالم بې شاتو موچۍ ده.
  • بې ځواکه رایه مکر او جادو دی، بې رایې ځواک ناپوهي او لېونتوب دی.
  • غله به لاس لنډ نه کړي، ترڅو لاس لنډ نه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button