خلک دې واده کې نه پرېږدي، ته وایې چې ورا کې ځم

حمزه حسیني
څه موده وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د کابل ګډ حکومت ته په داسې حال کې تسلیم شو چې د همدې ګوند وړاندې کړل شوي ټول شرائط کاملاً مفقود وو.
په لومړیو بيانونو کې حکمتیار د اسلامي امارت په طالبانو غږ وکړ: چې دی دې خپل استازی وټاکي او په خبره به یې د طالبانو له حقوقو دفاع وکړي.
اوس سوال دا دی هغه څوک چې خپل ټول شرائط او حقوق یې د څو ناچلو مادیاتو او کم ارزښته امتيازاتو قرباني کړي وي، ایا د بل د حقوقو به مدافع شي؟
د دې خبرې ځواب بالکل واضح دی، داسې یو شخص چې له خپلو حقوقو تیریږي د بل د حقوقو هیڅکله مدافع نه شي جوړېدی او نه هم خپلو اهدافو ته رسېدلی شي، د حکمتيار له دغې خبرې نه هغه د پښتو مشهور متل را یاد شو، وای 《خلک دې واده کې نه پرېږدي، ته وایې چې ورا کې ځم》 د اسلامي امارت طالبان دې په سړیو کې نه شمېري ته وایې چې ما دې استازی وټاکي، ښه توره او مېړانه به وکړې چې غربي قانون ته تسلیم شوې او د کفري یرغلګرو په اوږو سپور د بلعم بن باعورا ببولالې زمزمه کوې.
د مشهور سیاسي لیکوال او شاناند نظر محمد مطمئن صیب خبره وای: دی دې خپله پالیسي مخ ته یوسي له طالبانو سره د ده څه؟ چې په مجلسونو کې د طالبانو پر خلاف ستوغې خبرې کوي او داشان بیانونه د سولي په راوستو کې ستر خنډ جوړوي.
البته!
په دا وروستیو کې د حزب د ویاند څرګندونې؛ چې ګواکې یاد ګوند د قطر له سیاسي دفتر سره د سولې په اړه خبرې کړي، د حزب اسلامي ګوند ته یو د شرم او عار خبره ده او باید داسې خود غرضه خبري هیڅکله ونه کړي، سپېڅلی اسلامي امارت خپل ريښتوني دریځ لري چې هیڅکله ستاسو په شان ترې تېریدلی نه شي.
شکر الحمدلله اسلامي امارت یو صاف ستره نظام دی چې هیڅکله به د میلینونو شهیدانو له وینو سره غدر ونه کړي ان شآءالله، د حزب اسلامي د ویاند خود ساخته خبرو ځواب اسلامي امارت په لنډو الفاظو کې ورکړی چې ستاسو توجوه ورته را اړوم:
د حزب اسلامي د ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې:
پرون او نن له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن ادعا کړې چې د اسلامي امارت مسئولینو له دوی سره تماس نیولی او د سولې په اړه يې د خبرو آماده ګي ښودلې.
موږ دا ادعا په کلکه ردوو، دا ډول هیڅ تماس نه دی نیول شوی او نه باید په دې اړه د حزب غړي بې ځایه او له حقیقت څخه لرې پروپاګند وکړي، دحزب مسئولینو ته په کار ده چي د اسلامي امارت له درنې پالیسۍ څخه بده استفاده ونه کړي.
د اسلامي امارت موقف دادی چې دښمن ته وسله پرځمکه کيښودل او د هغوی د شومو اهدافو په تحقق کې مرسته کول، شرعا ناجایز او د دې هیواد د میلیونونو شهیدانو له آرمانونو سره په تضاد کې دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی.