په سوریه کی د الوعر الحمصی ملکی خلک له خپلو په وینو سرو سیمو نه په زور ویستلو ته اړ کړای شول

د الجزیره نه په مننی
عزیر اسدخیل
د الوعر الحمصی ځینو ملکی خلکو خپل هغه پټنځایونه پریښودل چی حکومتی ځواکونه یی دغو سیمو ته له ننوتلو نه له کلونو راهیسی منع کړی وو
د دغی سیمی جنګ ځپلی خلک خپل کورونه پریږدی خو د جنګ جګړو او کلابندیو یادونه له ځانونو سره وړی د کور ځینی سامانونه ټوپکونه او د سفر کیدلو لوږی هم له ځان سره په اوږه کوی او د پاڅون د نامعلوم مسیر او د نړیوال قانون په هکله یو شمیر پوښتنی هم له ځان سره ملګری کوی او خپله جلا وطنی پیل کوی.
د حمص ښار نه د عامو خلکو په زور او جبر سره د جلا وطنۍ بازار ګرم دی په زرګونو ملکی خلک له خپلو هستوګنځایونو نه په زور په ډیر بی رحمس سره ویستل کیږی په داسی حال کی چی نړیوال قانون او خیریه مؤسسات یی ایله ننداره کوی
په تیر ۲۰۱۴ کال کی هم د اسد سفاک رژیم په سوریه کی د حمص القدیمه خلک جلا وطن کړی وو په زرګونو خلک یی له کلابندی او لوږی سره سره جلاوطنی ته مجبور کړی وو چی ورپسی د الزبدانی داریا قدسیا الهامم اللمعضمیم خلک چی د دمشق ته څیرمه پرتی دی او هم په دی وروستیو کی یی نور ملکی خلک چی د حلب ختیځ ته پراته وو په زور او جبر سره له خپلو سیمو وویستل.
د اسد سفاک رژیم د جلا وطنی د عملیی لپاره له ډبل ګیم نه کار اخلی چی لومړی نظامی عملیات ورپسی کلابندی ورپسی لوږه او بیا هوایی بمباری او ورپسی قتل عام او بالآخره د خلکو په زړونو کی ویره او ترهه خپرول دی ټولو کارونو نږدی ۳۰۰۰۰ ملکی خلک د الوعر له کلیو او ښار نه وتلو ته مجبور کړی او په سلګونو زره نور د سوریی په ټولو خواوو کی بیځایه کیدو ته مجبور کړای شوی دی چی موخی یی تر اوسه هم معلومی نه دی.
د الوعر کلی نه د ملکی خلکو او مخالفو وسله والو په وتلو سره د حمص ښار اوس په مکمل ډول د رژیم په لاس کی پریوت .
رژیم دی ټولو جلا وطنیو ته د په خپله خوښه او یا اظطراری وتلو نوم ورکوی او وایی چی جلاوطن شوی خلک به با امنه سیمو ته لاړ شی خو نړیوال قانون بیا په دی اړه چوپه خوله دی او د مختلفو اړخونو ګټو د کتو په څلور لاری ولاړ دی
د جلاوطن کولو دغه جنایت په دوه اساسی ستنو ولاړ دی لومړی دا چی حکومتونه او غیر حکومتی ملیشی غواړی هغه څه تر لاسه کړی چی په جګړو کی یی ترلاسه نکړای شول او دوهم دا چی غواړی خپل مخالف فکره خلک او قومونه او ډلی له خپلو معلومو ځمکو نه بی ځایه کړی څو دغلته نوری ډلی او قومونه ځای پر ځای کړی
د روم د جنایی نړیوالی محکمی اساسی ۷-۱ ماده په صراحت سره وایی چی د ملکی هستوګنو خلکو بی ځایه کول او یا جلا وطن کول او بیا چی په دومره ستر اقدام سره تر سره شی که دا د هر ډول ملکی خلکو او هر راز ډلو په وړاندی وی نو دا یو بشری ضد جنایت ګڼل کیږی
همدغه قانون په خپل ۶/۷/۷ مادو کی وایی چی له خپلو سیمو نه د ملکی خلکو او ډلو ټپلو جلاوطن کول او بیځایه کول یو ستر جنګی جنایت دی.



