امريکا کې يوې الوتکې سقوط کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۶) الماس خدرخېل

د امريکا په نيويارک ښار کې په يوه ودانۍ کوچنۍ الوتکه رالوېدلې چې له امله يې دوه تنه پيلوټان وژل شوي دي.

ياده پېښه د ماذيګر په ځايي وخت شاوخوا درې نيمې بجې د نيوجرسي “يتربورو” هوايي ډګر ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د پوليسو په وينا په پېښه کې دوه تنه پيلوټان وژل شوي او نور چاته پکې زيان نه دی اوښتی.

ځايي چارواکي وايي، دغه الوتکه په يوه ودانۍ راپريوته يواځې ودانۍ يې زيانمه کړې او له پيلوټانو پرته نور چاته يې ځاني تلفات نه دي اړولي.

دغه الوتکه داسې ځای کې رالوېدلې چې شاوخوا ته يې ټول صنعتي پارکونه دي.

پوليسو ويلي، چې د الوتکې له پريوتو ۲۵ دقيقې مخکې د هوا پېژندنې ادارې د خرابې هوا او زورو توپان د راتلو خبر ورکړی و.

ويل کېږي دغې الوتکې د “فيليديفيا” ايالت څخه الوتنه کړې وه او ټاکل شوې وه چې د “ېتربورو” په هوايي ډګر کې ښکته شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button