عطا محمد نور او جنرال دوستم اییتلاف کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۶) الماس خدرخېل
د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند وياند بشير احمد ته ينج وايي، چې د بلخ والي او د جمعيت اسلامي ګوند د اجرايئيه شورا رئيس عطا محمد نور له جنرال دوستم سره د ليدو غوښتنه کړې ده.
د دغه ګوند وياند رسنيو ته ويلي، چې ډېر ژر به د دواړو تر منځ ناسته وشي او په وينا يې د د دواړو ګوندونو مشران يو ائيتلاف رامنځته کيدو ته ډيره ليوالتيا لري.
په عين حال کې د عطا محمد نور نږدې کس فرهاد عظيمي ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د دواړو ګوندونو پلويان په دې هڅه کې دي چې دواړه مشرانو ته لاره هواره کړي او له نږدې سره وګوري.
عظيمې زياتوي، چې لا تر اوسه پرېکړه نهده شوې او نه هم کومه نېټه ټاکل شوې د دواړو مشرانو پلویان هڅې کوي چې دوی په خپلو کې سره وګوري.
د هېواد په شمال کې دواړه ګوندونه پياوړي ګوندونه بلل کېږي. د دواړو ډلو تر منځ په فارياب او يو شمير نورو ولايتونو څخه د وسله والو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.
نور د ۲۰۱۴م کال په انتخاباتو کې له عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، خو تېر کال يې په خپلو خبرو کې له عبدالله سره سياسي پريکون اعلان کړ او د اجرايي رييس څخه يې خپل ملاتړ سياسي تيروتنه وبلله.
د فرهاد عظیمي په وينا، د عطا محمد نور او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي پرېکون شوی او زياتوي چې کله به هم نور له عبدالله عبدالله سره د سیاسي تفاهم لپاره خبرې ونهکړي.
څو ورځې مخکې داسې راپورونه ورکول شول چې د عطا نور او ولسمشر تر منځ د خبرو اترو بهير په ټپه درېدلی دی.
نور ویلي و چې اشرف غني ورسره د افغانستان د نیمو قونسلګریو او ګڼو ولاياتو د ورکولو ژمنه کړې او د جمعیت اسلامي برخه په حکومت کې به ده ته ورکول کېږي.
په ورته وخت کې بيا سياسي کارپوه خالد سادات بيا وايي، که عطا محمد نور د عبدالرشید دوستم لیدو ته ورځي نو دا په دې معنا دې چې له ولسمشر اشرف غني سره يې خبرې بې نتيجې وې.



