زما موبایل، زما هېواد!!

 رحمت شاه فراز

زما موبایل د سمنسګ کمپنۍ اختراع ده. ټچ موبایل ده، که د سائز په اړه یې ووایم د یوه لاس په اندازه به وي. هر څه پکې د اوسپني، پلاستیک او یا د ښیښې دي، لنډه یې دا چې کوم ساکښ پکې نده کارول شوی. موبایل عموما زما په ښي لاس کې وي او زما د یوې ګوتې تر واکمنۍ لاندې وي، له هېڅ ډول اوامرو یې هم سرغړونه نه کوي، خو کله کله زړه راته وایي راځه په یوه وخت کې یې په دوو ګوتو استعمال کړه،کار به دي هم ژر وشي او وخت به دي هم ساتلی وي.

پوهېږئ زما د دې کړنې په مقابل کې د موبایل عکس العمل څه وي؟! هېڅ کار نه کوي او ما هم ورته وچې سترګې نېولي وي، بیا وایم چې د کافرو اختراع ده په ځان چېرته دوه  حکمرانان مني!!

ځکه کافر خو ځان پدې پوه کړی که یو شی دوه واکمنان ولري نو هلته به له بدبختیو او ویجاړتیاوو پرته بل څه نه وي!!

خو موږ په یوه اسلامي هېواد کې ځانته دوه حکمرانان نېغ نېغ کېنولي، او د هوسایني، پرمختګ او سوکالۍ تمه ترې لرو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button