ناپېژانده الوتکې داعشیانو ته وسلې غورځولې

کابل ټکی کام| غوایی ۲۶، ۱۳۹۶- د جوزجان ولایت چارواکي وایي چې ناپېژانده الوتکو د داعشیانو تر لاس لاندې سیمو کې بند صندوقونه غورځولي دي. چارواکي وایي ناپېژانده (AC 130) ډوله څلور ماشینه الوتکې د دې ولایت د قوش تپې او درزاب ولسوالۍ په هغو سیمو کې بند صندوقونه غورځولي دي چې تازه داعش وسله وال پکې راپیدا شوي دي.

(AC 130) ډوله څلور ماشینه الوتکه
(AC 130) ډوله څلور ماشینه الوتکه

سیمییز چارواکي وایي چې څلور ماشینه الوتکې د جوزجان په قوش تپه او درزاب کې، د فاریاب په بلچراغ کې او د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې داعشیانو ته بند صندوقونه غورځولي دي.

د درزاب ولسوال، رحمت الله حشر رسنیو ته ویلي دي تېره ورځ مازدیګر ۵ بجې، یوې څلور ماشینه الوتکې بند صندوقونه د قوشتپې دشت لیلی سیمې نه د سرپل او فاریاب شرقي سیمو خوا ته لېږدول.

خو د جوزجان امنیه قومندان له یادې پیښې ناخبري ښیي او وایي چې تر دې دمه په دې اړه معلومات نه لري.

څو ورځې وړاندې د سرپل ولایت چارواکو ویلي و چې دوو الوتکو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې کې ناسته کړې ده خو په سرپل کې د طالبانو نظامي قومندان مولوي محمد نادر د چارواکو دا ادعا رد کړه او زیاته یې کړه:

«له تېرو څلویښتو ورځو راهیسې په صیاد ولسوالۍ کې د طالبانو په خلاف هوايي او ځمکني عملیات روان وو، خو د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شول او هیڅ پرمختګ یې ونکړ. دوی اوس په خپلو کې بدګومانه شوي، خلکو ته مخ نه لري، مشرانو ته ځواب نه لري نو له همدې کبله یې دا ډنډوره نشر کړه چې دلته الوتکو ناسته کړې».

په جوزجان ولایت کې داعشیان تازه راپورته شوي دي. له سیمې نه ځینې سرچینې وایي ”څه موده وړاندې په جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو نه یو قومندان جلا شو او په جوزجان ولایت کې یې د داعشیانو د ډلې شتون اعلان کړ.“

د دې ولایت چارواکي او د سیمې وسله وال طالبان وایي، ګډ حکومت او امریکا غواړي چې دا وړوکې ډله د طالبانو پر ضد قوي کړي او په دې سره د طالبانو د نفوذ مخه ونیسي.

تر دې وړاندې هم امریکایي الوتکو له طالبانو سره د جګړې پر مهال د داعش جنګیالیو مرسته کړې او داعشیان یې له طالبانو نه خلاص کړي.

څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي، ظاهر قدیر ویلي و طالبانو په چپرهار کې داعش وسله وال محاصره کړي و او داعش جنګیالیو د تېښتې لاره نه‌لرله، ناڅاپه د ننګرهار هوايي ډګر نه د شاهین په نوم ډله چې د بهرنیو ځواکونو اړوند ده او کورنیو ځواکونو سره هیڅ کومه اړیکه نلري را ووته او په طالبانو یې بریدونه وکړل او داعش وسله وال یې وژغورل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button