سوريې د بنديانو پټولو لپاره د مړو سوځولو بټۍ جوړه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۶) الماس خدرخېل

امريکايي چارواکي وايي، د سوريې دولت د وژل شويو بنديانو د پټولو لپاره د مړو سوځولو بټۍ جوړه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هغه انځورونه خپاره کړي، چې د (صيدنايا) زندان څخه يې د سپوږمکۍ په مټ اخيستي دي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې وايي، زرګونه بندیان په دغه زندان کې د سوريې د لوړ پوړيو چارواکو له لوري په دار ځړول شوي.

د بي بي سي د راپور له مخې د منځني ختيځ چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ستيورات جونز وانګټن کې دغه اسناد وړاندې کړي.

هغه وويل، د ګڼو سرچینو د ویناوو پربنسټ، د سوریې رژیم په نوموړي زندان کې هره ورځ تر ۵۰ پورې زندانیان وژلي او مړي یې په ډله ییزو قبرونو کې خښ کړل شوي دي.

د هغه په وينا په دغه زندان کې داسې آلې لګول شوي چې د وژل شويو بنديانو اثار او شواهد له منځه يوسي.

جونز ويلي، د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ مو کلونو تر منځ د بشارالاسد په مشرۍ سوريې چارواکو له ۶۵ زره تر ۱۱۷ زره کسان بنديان کړي دي.

جونز د اسنادو د وړاندې کولو پر مهال وويل، چې د ۲۰۱۳م کال راهيسې په دغه زندان کې د وژل شوي بنديانو د سوزولو بټۍ جوړه شوې ده.

د بخښنې نړيوال سازمان د مالوماتو له مخې د دوه زره يوولسم کال له پيل راهيسې هلته شاوخوا ۱۳ زره بنديان په د سوريې د لوړپوړيو چارواکو په امر په دار ځړول شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button