مرستندويه هېوادونه پر افغانستان مرستې بندوي!

تبصره

د تیرو درې کالو راهیسې د ملګرو ملتونو بیلابیلې ادارې او هم په افغانستان کې د امریکا لخوا د څار په نامه اداره راپورونه ورکوي، چې په افغانستان کې د طالب وسله والو په مقابل کې لکه څرنګه چې په پام کې نیول شوي، اوهم دفاع وزارت ته د ورکړل شویو امکاناتو باوجود افغان امنيتي پوځونه د خپل هېوا دفاع نه شي کولای؛ ځکه خو په تيرکال کې د کمزوري مديريت له امله د نظاميانو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوه.

د بلې خوا په دفاع وزارت کې اداري فساد اوج ته رسیدلی دی، چې د درې کالو په تیریدو سره تر اوسه په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د خیالي اردو او خیالي پولیسو مخه نه ده نیول شوې. هره میاشت د خیالي پوليسو د معاشونو، اعاشې او اباطې له امله په ملیونونو افغانۍ شخصي جيبونو ته ځي.

که په ريښتيا سره دفاع او د کورنيو چار وزارتونه د خيالي پوليسو د له منځه وړلو ستونزه حل کړي او د بهرنيو هيوادونو نيوکې راکمې کړي، نو ٣٥٠٠٠ زره خيالي پوليس چې لوړ پوړو چارواکو يي کلونه کلونه بيلابيل لګښتونه ترلاسه کړل، له منځه به ولاړ شي او که یې د تيرو کلونو په څير د اروپايي ټولنې سره خپلې وعدې ترسره نه کړې نو هغه هيوادونه چې په افغانستان کې نظامي مرستې کوي هغه به پرې خپلې مرستې بندې کړي.

په لومړيو کې چې په هيواد کې د بهرنيو هيوادونو په پرلپسې نيوکو د ادارې فساد سره د مبارزې اداره جوړه شوه، نږدي ١٠٠٠ تنه يواځې په کورنيو او دفاع وزارتونو کې په فساد اخته اشخاص په ګوته کړل شول؛ خو دا چې د وزارتونو او دواړو جرګو د غړیو په کچه اشخاص په اداري فساد ککړ دي او هم د اداري فساد سره د مبارزې اداره خپله افغانستان د مرستو په بندولو سره وګواښه.

دوه اونۍ دمخه اشرف غني د فساد پر وړاندې د مبارزې په کنفرانس کې اعتراف وکړ. په دولتي ادارو کې د فساد شتون یوه جدي ستونزه ده که اشرف غني بيا بيا اعترف وکړي په اعترافونو ستونزه نه حل کيږي، څو په هېواد کې قانو حاکم نه شي نه د اداري فساد مخه نيول کيږي او نه د نورو جرمونو، چې په موجوده حکومت کې د دې تمه نه شي. که دا حال دوام وکړي افغانستان به د نورو ګواښونو سره هم مخ کړل شي.

که څه هم دفاع وزارت په وار وار ويلي دي چې د فساد مخنیوي لپاره یې په دغه وزارت کې ځينې پروګرامونه پلي کړي دي، خو تراوسه یې پرې کاميابي نه ده ترلاسه کړې؛ ځکه خو دفاع وزارت د فساد په مخنيوي کې پاتې راغلی او د بهرنيو مرستندويه هيوادونو د ګواښونو زمينه یې برابره کړې ده.

د يوه کال راپديخوا د دولتي مځکو د غاصيبونو پر خلاف هلې ځلې روانې دي خو تش په مطبوعاتو کې، عملې ګام نه دي اخستل شوي او نه یې اخستلاې شي. ځکه دولتي مځکې هغه چاغصب کړې چې ګريوان ته یې د قانون لاس نه رسيږي. يواځې د لوګر په ولايت کې ٣١٢١ جريبه دولتي مځکه غصب شوې ده، په پل علم کې ١١٠٠ دولتي نمرې غصب شوې دي. په ځاې د دې چې له غاصيبونو غصب شوې مځکې او نمرې واخستل شي غصب یې دوه چنده زيات شوی دى.

د موجوده حکومت لپاره د طالب وسله والو سره  د ناتوانه مقابلې تر څنګ اداري فساد لويه ستونزه ده، چې نه د طالب وسله والو د بريدونو ځواب ويلاى شي او نه د فساد مخه نيولای شي. همدا دوه سترلاملونه به موجوده د ګړنګ پر سرولاړ حکومت ډير ژر نسکور کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button