پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د لمونځ مسایل (۴۴مه برخه) – په پټه کړى شوې خوله لمونځ کول مکروه دي –

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مې 16, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
23
ځلې شریک شوی
288
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په پټه کړى شوې خوله لمونځ کول مکروه دي

پوښتنه : د يخ (سړو) په موسم کې زياتره خلک خوله پټه کړي او لمونځ کوي، په څادر يا دسمال باندې چې خوله پټه کړى شي نو د لمانځه حکم څه دى؟.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

ځواب : په څادر يا دسمال باندې د خولې پټولو په صورت کې لمونځ صحي نه دى، د خولې او پوزې پټولو په وخت کې لمونځ کول مکروه دي ([1]).

د ژيرې نه لرونکي لمونځ

پوښتنه : آيا دا صحي ده چې کوم سړى ژيره نلري د هغه لمونځ مکروه کيژي؟.

ځواب : ژيره وهل او خريل حرام دي او د حرام فعل اثر په لمانځه کې هم وي، له همدې امله که لمونځ مکروه شي نو څه بعيده نه ده ([2]).

په لمانځه کې د عمل کثير حکم

پوښتنه : په عمل کثير سره لمونځ فاسديژي، که چيرته عمل کثير د لمانځه فاسد کونکى وي نو د هغه اندازه څه ده؟.

ځواب : هو ! په عمل کثير سره لمونځ فاسديژي، عمل کثير هغه عمل ته ويل کيژي چې لمونځ کونکى سړى په لمانځه کې کوم داسې عمل کوي چې له ليرې څخه ليدونکى کس دا ګمان وکړي چې هغه سړى لمونځ نکوي ([3]).

د جومات په چت باندې لمونځ کول

پوښتنه : د ګرمي له امله د جومات په چت باندې لمونځ کول سره له دې چې لاندې هم ځاى وي روا دي او که نه؟.

ځواب : د فتاوى هنديه له عبارت څخه داسې معلوميژي چې د جومات په چت باندې لمونځ کول مکروه دي، مګر په دې کې دا تفصيل له فقهې معلوم شوى که چيرته پاسنى چت مسقف منزل نه وي نو هلته ختل او لمونځ کول په هر کيف مکروه دي، او که چيرته پاسنى چت هم مسقف وي نو په هغه کې يوازې (انفراداً) لمونځ کول له کراهيت پرته روا دى، او په لاندني منزل کې د ځاى با وجود په پورتني منزل کې په جمع لمونځ کول مکروه دي ([4]).

د سرو زرو له غاښ سره لمونځ کول

پوښتنه : که چيرته يو کس د سرو زرو غاښ کيژدي، آيا له دې سره لمونځ کيژي؟ او د سرو غاښ ايښودل روا دي؟.

ځواب : د سرو غاښ کيښودل روا دي، لمونځ ور سره کيژي ([5]).

که په لمانځه کې له خولې کومه خبره ووځي نو لمونځ فاسديژي

پوښتنه : د يوه سړي عادت دى او هغه د اې زما خدايه او اې زما ربه الفاظ استعمالوي، اوس په لمانځه کې دننه هم د هغه له خولې څخه همدا الفاظ راووځي نو د هغه د لمانځه حکم څه دى؟.

ځواب : په کلام الناس سره لمونځ فاسديژي، په ذکر الله سره نه فاسديژي او دا کس هم دغه الفاظ د کلام الناس په څير استعمالوي نه د ذکر الله په څير، لهذا د دغه کس لمونځ فاسديژي او د هغه راګرځول لازمي دي ([6]).

په څه ډول خولۍ (ټوپۍ) کې لمونځ کول پکار دي

پوښتنه : په څه ډول خولۍ (ټوپۍ) کې لمونځ کول پکار دي؟.

ځواب : د کومې خولۍ (ټوپۍ) د په سر کولو په حالت کې چې انسان د شريفانو مجلس ته تللى شي له هغې سره لمونځ کول روا دي ([7]).

د اوګې او پياز خوړلو سره په کور کې هم لمونځ مکروه دى

پوښتنه : که اوګه او پياز وخوړل شي او په خپل کور کې لمونځ کوي نو لمونځ مکروه دى او که نه؟.

ځواب : د اوګې او پياز له خوړلو وروسته چې د خولې بد بويي ليرې نکړل شي نو په کور کې هم لمونځ کول مکروه دي، ځکه چې دا د خداوندي دربار د عظمت خلاف دي او په بد بويي سره يې فرښتو ته تکليف رسيژي، له همدې امله رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د خام پياز له خوړلو څخه منع کړې ده ([8]).

په زړو جامو کې د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : يو شمير خلک په زړو جامو کې لکه مزوران او مستريان چې کوم لمونځ کوي آيا په دې سره په لمانځه کې کوم فرق نه راځي؟.

ځواب : زړې جامې چې ناپاکې نه وي نو په داسې جامو کې هم لمونځ کيژي، مګر د زړو جامو اغوستل او بيا په هغو لمونځ کول فقهاء کرامو مکروه ليکلي دي، ځکه په کومو جامو کې چې له عزتمند کس سره د ملاقات کولو په وخت کې يو انسان شرم محسوسوي نو په داسې جامو کې له الله تعالى   سره په مناجات کولو کې ډير زيات شرم محسوسول پکار دي ([9]).

له نوټ سره لمونځ کول چې په جيب کې وي

پوښتنه : په نوټ باندې د عکس چاپول ولې ضروري دي؟ که يو څوک د خپل پاچا احترام کوي نو که چيرته په نوټ باندې د هغه عکس چاپ نکړى شي څه پروا لري؟ دا چې د مسلمانانو په جيبونو کې عکس لرونکي نوټونه پراته وي او لمنځونه کوي، آيا له هغه سره لمونځ کيدلاى شي؟ که چيرته نشي کيدلاى نو د دې لپاره اسلام څه فرمايلي دي او مونژ ته څه کول پکار دي؟.

ځواب : په نوټ باندې عکس چاپول روا نه دي، دا د نوي (جديد) دور ناروا بدعت دى، او د هغه له وجهې اړونده اداره او واکمن خلک ګنهکاران دي، خو په جيب کې د نوټونو د موجوديت په صورت کې لمونځ صحي دى ([10]).

([1]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١١٠، بحواله : الهندية، ج : ١، ص : ١٠٧، حاشية الطحاوي علي مراقي الفلاح، ص : ١٩٣.

([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٤٩، بحواله : صحيح مسلم، ج : ١، ص : ١٢٩، فتاوى شامي، ج : ٢، ص : ٤١٨، باب ما يفسد الصلوة وما لايفسده مطلب في الاخذ من اللحية، فتح القدير، ج : ٢، ص : ٧٧، البحر، ج : ٢، ص : ٢٠٢.

([3]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١١١، بحواله : شرح التنوير، ج : ٢، ص : ٣٨٤ ٠ ٣٨٥.

([4]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤١٢، د احسن الفتاوى مصنف په دغه ځاى کې داسې توري کښلي دي (هذا عندي ولعل عند غيري احسن منه).

([5]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٥١، بحواله : ردالمختار، ج : ٥، ص : ٣١٨، کتاب الحظر والاباحة، فصل في اللبس.

([6]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١١٨، بحواله : الصحيح لمسلم، ج : ١، ص : ٢٠٤، الهداية، ج : ١، ص : ١٣٦ – ١٣٨.

([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٥٢، بحواله : حلبي کبير، ص : ٣٤٩، عالمګيري، ج : ١، ص : ١٠٦.

([8]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤١٣، بحواله : الترمذي، مشکوة، ج : ١، ص : ٣٦٧.

([9]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٢١، بحواله : التاتار خانية، ج : ١، ص : ٤١٠، الدارلمختار، ج : ١، ص : ٦٤٠.

([10]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٥٣، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٦٤٧، مطلب اذا ترد الحکم بين سنة وبدعة، خلاصة الفتاوى، ص : ٥٨، کتاب الصلوة.

مخکینې مطلب

د فضل باري مشفق دوه کتابونه له چاپه راووتل

بل مطلب

له نوم سره فیصله وشوه چی دوزخ !!!!!

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com