له نوم سره فیصله وشوه چی دوزخ !!!!!

لیک : عزیر اسدخیل

ماښام ناوخته څنګه چی له دفتر څخه کور ته راغلم . مور ته می د ډوډی تیارولو وویل . ما زر زر اودس وکړ چی لمونځ قضا نشی . ډیر سخت ستړی ووم . په لمانځه کی خوب ځنګولم . په سجده کی ویده شوی وم .
څه عجیبه خوب می ولید .
ډیر زیات خلک دی یو خوا بل خوا منډی وهی . او څه نفر دی چی کاغذونه ایشی هر یو نفر ته کاغذ ورکوی ماته یی هم یو کاغذ راکه چی زما نوم پری لیکل شوی وو . راته یی وویل دا ستا عمال نامه ده هلته یی جمع کړه کوم ځای کی چی نور خلک جمع کوی . وروسته به نومونه اخیستل کیږی او فیصله به کیږی . ما هم کاغذ جمع کړ او قطار کی د نوم په انتظار ولاړ ووم . نومونه اخیستل شروع شول .
فلانکی بن فلانکۍ . جنت
فلانکی بن فلانکۍ . جنت
زما نوم یی چی واخیست ډیر سخت ویریدلم . چی خدایه اوس به څه فیصله کیږی له نوم سره فیصله وشوهه چی دوزخ .
په دی وخت کی دوه د لوړ قد واله نفر زما خوا ته راغلل زه یی د دوزخ په لور کش کړم . ما چیغی کړی چی داڅه کوی دا به زما نوم نه وی دا به بل نفر وی . زه څنګه دوزخ ته لاړ شم زما نوم باید د جنتیانو صف کی راشی ځکه چی ما خو نه دروغ ویلی دی نه می دوکه کړی نه می شراب څښلی دی او نه می زنا کړی ده خو دا د لوړ قد نفرو په غصه کی راته وویل چی دلته د غلطو فیصلو کولو امکان نشته . او د دوزخ په لور یی کش کولم . خو زما اواز چا نه اورید . ډیره سخته ګرمی وه د دوزخ اور ډیر په جوش کی زما خوا ته غوټی راوهلی . د اوښ په شانتی غټ غټ ماران او لړمان هم وینم زه یی دوزخ ته ور دیکه کړم دستی زما لاس یو سپینږیری بزرګ ونیو او دی لوړ قد نفرو ته یی وویل چی دا پریګدی .
او زه یی دوزخ ته له ولیدو وژغورلم
ما تری پوښتنه وکړه چی ته څوک یی ? او ولی دی زه بچ کړم ?. راته یی وویل چی زه ستا لمونځ یم .
زه ورته په غصه شوم چی ولی دومره ناوخته راغلی مخکی به راغلی وی که لږ نور ځنډ شوی وای زه بهه دوزخ کی وم . بزرګ په غصه کی راته وویل چی چی څنګه دی زه پر خپل وخت نه یم ادا کړی او ناوخته به کولم او سستی به دی کوله . نو زه هم ناوخته راغلم . ما سر ښکته کړ . او ساه می واخیسته چی مور می یو ناڅاپه غږ راباندی وکړ چی زویه څه شی دی ولی د لمونځ لمونځ ناری وهی .
چی رابیدار شوم مور ته می غیږ ورکړه او د الله شکر می ادا کړ لکه بیرته چی راژوندای شوی یم . او کلکهه اراده می وکړه چی نور به لمانځه کی سستی نه کوم او پر خپل وخت به یی ادا کوم .
اوس چی هر چیرته ځم د اذان په انتظار یم او د لمونځ سوچ او فکر راسره وی . چی د لمونځ ناوخته نشی .. او پر خپل وخت یی ادا کړم .
نو ملګرو هر چیرته چی یاست لمونځ پر خپل وخت وکړی سستی مه پکی کوی .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button