عرفان الله عرفاني
د فتنې په اړه ددوه مبارکو حديثونو ترجمه
اول حديث:
رسول الله صلّی الله عليه و سلّم فرمائلي دي:
((نږدې ده چې راشي په خلکو باندې داسې يوه زمانه چې باقي به پاتې نوي د اسلام نه مګر نوم يې، او باقي به پاتې نشي له قرآن نه مګر د هغه نقش، او د دغو خلکو جوماتونه به آباد وي خو په حقيقت کې به خراب وي له هدايت نه، يعنې عبادت به پکې نه کېږي هسې د نوم لپاره به يې ښايسته جوړ کړي وي. تر اسمان لاندې به ډېر ناکاره د هغو علماء وي ، له هغو نه به فتنه را ووځي او هم دوی ته به دا فتنه بېرته ور وګرځي)).رواه بيهقی
مطلب دا چې خلک به په خوله د اسلام نارې وهي خو د اسلام پر لاره به نه ځي. اسلام چې پر کومو اصولو بناء دی دوی به يې پيروي نه کوي نو ځکه به يې يوازې نوم پاتې وي.
او دا چې د قرآن شريف به يوازې نقش پاتې وي ددې مقصد دادی چې هر سړی به پر دې پوهېږي چې قرآن د الله جلّ جلاله کتاب دی او د انسانانو د هدايت لپاره رالېږل شوئ دی خو دغه خلک به عمل پرې نه کوي.
جوماتونه به ظاهري ښه آباد وي خو په حقيقت کې به خراب وي يعنې خلک به لمنځونه، عبادت، د الله ذکر پکې نه کوي، هسې د نوم لپاره به يې جوړ کړي وي.
علماء به يې د اسمان لاندې د زمکې پر سر ډېر بد او شرير خلک وي ، يعنې حق به نه وايي په حق به سترګې پټوي، د الله جلّ جلاله اوامر او نواهي به خلکو ته نه بيانوي
نو له دوئ نه به فتنه راووځي او بېرته به همدوئ په همدې فتنه کې را ګير شي.
دويم حديث:
رسول الله صلّی الله عليه و سلّم په يو بل حديث شريف کې فرمائي:
((چې زمانه به نږدې شي او علم به پورته کړی شي، فتنې به ظاهرې شي، بخل به په خلکو کې پيدا شي، او هرج به زيات شي، صحابه وو رضي الله عنهم پوښنته وکړه چې هرج څه شی دی؟ هغه وفرمائل: چې قتل دی)). بخاري و مسلم
هر ج په اصل کې فتنې ته وايي، دا چې فتنه به د قتل سبب وي لدې وجهې قتل ته هرج ويلی شوی.
زمانه به نږدې شي د دې مطلب په ترمذي کې د حضرت انس (رض) نه روايت دی چې کال به د مياشتې ،مياشت به د هفتې، او هفته به د ورځې او ورځ به د ساعت او ساعت به د اور د بڅري په څېر زر تېږي.
الله جل جلاله مو دې له داسې خلکو او فتنې وساتي. آمين.