منافق مېړه اومؤمنه مېرمن /عبرتناکه قیصه!

لیکواله: مسکا ریحان

یو منافق سړي ډېره متقي او عابده مېرمن درلوده، چې د هر ښه عمل سره به یې «بسم الله الرحمن الرحیم» ویله.

مېړه به یې د دې لخوا د هر ځل بسم الله ویلو سره په قهر کېدی. مېرمن یې منع کولای هم نسوای، څو چې بالاخره یې یو چال چلند وسنجاوه. یوه ورځ یې په یوه کوچنۍ کڅوړه کې سره زر ورکړه او ورته ویې ویل چې دا راته وساته. ښځي کڅوړه واخیسته او بسم الله الرحمن الرحیم، وویله بیایې هغه په یو ټوکر کې وپېچل او بسم الرحمن الرحیم یې وویله، وروسته یې په یو پټ ځای کې پداسي حال کې کښېښوله چې مېړه یې پټه تعقیبوله اوبیا یې بسم الرحمن الرحیم وویله.

سبا سهار یې مېړه داکڅوړه پټه واخیسته اوپه دریاب کې یې وغورځوله ترڅو پدې ډول خپله مېرمن ورټي او مسؤله یې کړي. سړي وروسته د دریاب لخوا خپل دوکان ته ولاړ. کله چې مازیګر سو نو دکور لپاره یې سودا اخیستلو تکل وکړ.

دامهال یو ماهیګیر غټ اوکوچنی ماهیان خرڅول. سړي دهغه څخه دوه غټ ماهیان رانیول اوکورته یې یو وړل چې پاخه یې کړي. مېرمني چې یې دیو ماهي نس څیري کړ ترڅو پاک کړي وای، که ګوري هماغه دسرو زرو کڅوړه د دغه ماهي په نس کې پرته ده. حیرانه سوه اوپه بسم الله سره یې را واخیسته او پخپل لمړني ځای کې یې بیرته کښېښوله.

ماښام یې مېړه ورته وویل چې هغه دسرو زرو کڅوړه راکه، مېرمن یې ورغله اود بسم الله په ویلو سره یې هغه را واخیسته او وریې کړه. مېړه چې یې داصحنه ولیده نو هک پک حیران سو او مېرمني یې هم ټوله کیسه ورته وکړه.

تردې وروسته هغه الهي سجده اداکړه او نورنو دصادقو مؤمنانو په ډله کې شامل سو اوتوبه یې وکړه اودتل لپاره اصلاح سو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button