کابل غږ
م خاموش
په ننګرهار کې يوه ځايي پوليس خپل پنځه د يوه سنګر ملګري وژلي دي او له پوستې یې پښې سپکې کړې دي. دا پيښه چې په هر تړاو شوېده او د هرچا سره په اړيکو شوې ده هغه په خپل ځای، خو خبره په دې کوو چې په يوه حکومت کې پوليس پر خپل حکومت، او حکومت پر خپل پوليس دومره بې باوره شي چې يو ځايي پوليس دې خپل پنځه ملګري وژني؛ بيا نو دې پوليسو ته د دندې او حکومت ته د حکومتولۍ هيڅ جواز نه شته چې نور د غريب او مظلوم ولس پر سر خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي.
حکومتونه مو ليدلي او داسې حکومتونه چې په يوه کمربند به يو عسکر ټول کلې له ځانه سره علاقدارۍ ته روان کړى ؤ، او داسې حکومت هم و چې له عسکره به یې د يوه پوچک پوښتنه کوله، که به یې د تطبيقاتو پر مهال يو ویشتل شوى پوچک تسليم نه کړ نو بيا به یې زور ترخيز ته ورووت.
د ننګرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې چې يوه نفوذي پوليس خپل پنځه ملګري ووژل، آيا نور به په ننګرهار او يا په نورو ولاياتو کې پوليس په خپلو ملګرو باور ولري؟ آيا نور به حکومت په خپلو پوليسو د پوستو د ساتلو باور وساتي؟ آيا نور به پلرونه خپلو اولادونه د خپلې خاورې د ساتلو په نامه، چې په پوسته کې د خپلو ملګرو لخوا وژل کيږي د ملي اردو ليکو ته وليږي؟ نه هيڅ کله نه حکومت چې په پولیس بې باوره شي او پوليس په خپل حکومت، نو بيا دي الله (جل جلاله) د دې مظلوم ملت مل شي.
وروسته له دې به پوليس هم په حکومت باور ونه لري، چې څه ډول پوليس یې ورسره په پوستو کې ملګري کړيدي؟ څه ډول اړيکې او د چا سره یې لري؟ د دولت د امر تابع دي او که د نورو حلقو سره؟؟؟ نور نو په چا هم د باور ځای پاتې نه شو او نه پکار دى.
دا په روان کال کې دویمه او په تير کال کې شپږ دا ډول پيښې شوې وې؛ خو په دې فکر پکار دی چې ترڅو به حکومت په پوليس، پوليس په حکومت او ولس په دواړو بې باوره وي؟ په پوليس کې هم دا ډول پوليس شته چې د ملکي وګړو په مال او شتمنيو زړه سوی نه لري، د تالاشيو په دوران کې که پوليس خپل افغانيت ته وګوري، اربکيان خو نه اسلاميت پيژني او نه افغانيت، پوليس خو به بياهم څه ګذاره وکړي، اربکيان خو هر څه له ځانونو سره وړي.
د ولس لپاره او هم د حکومت لپاره د انديښې ځای دی، چې خپل هغه پوليس چې د خپلې خاورې د روزنې لپاره روزل شوي وي هغه دې د خپل څنګ ملګري ووژني؛ ګرانه ده چې حکومت دې دا وړۍ شړۍ کړي.


















