”پروان کې ۴ امریکايي عسکر وژل شوي“

کابل ټکی کام| غوایی ۲۹، ۱۳۹۶- وسله وال طالبان وايي چې د پروان ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۴ امریکايي عسکر وژل شوي دي.

د وسله والو طالبانو له لورې رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، نن سهار شاوخوا ۹ بجې د پروان ولایت مرکز اړوند عبد بای سیمه کې د امریکایي عسکرو پر ټانګ د ماین چاودنه شوې چې په پایله کې یې ټانګ په مکمله توګه ویجاړ شوی او ۴ امریکایي عسکر وژل شوي دي.

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر، ضیاءالرحمن فایض سیدخیلي وایي چې د دې ولایت په عبدي بای سیمه کې د امریکایي عسکرو پر یوه ټانګ د ماین چاودنه شوې ده. نوموړی وايي، افغان ځواکونه له چاودنې وروسته د پیښې ځای ته نه پرېښودل کېدل له همدې امله په یاده چاودنه کې امریکايي عسکرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
خو یو تن عیني شاهد وایي د یادې چاودنې له امله ټانګ په مکمله توګه ویجاړ شوی او درې تنه امریکايي عسکر یې په ټپی حالت کې لیدلي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندانۍ تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په روانه مئ میاشت کې درېیمه پیښه ده چې طالبان امریکايي عسکر په نښه کوي.

د روانې مئ میاشتې په لومړۍ نېټه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امریکايي عسکرو  پر کاروان سرتیری برید تر سره کړ چې د طالبانو په خبره په یاد برید کې ۶ تنه امریکایي عسکر ووژل شول. همدا راز په دوهمه ورځ هم د ننګرهار ولایت په پچیرا ګام ولسوالۍ کې د امریکایي عسکرو پر ټانګ د ماین د چاودنې په پایله کې ۳ امریکايي عسکر ووژل شول.

د کارپوهانو په خبره: دا چې له ۲۰۱۴ز کال راوروسته ټوله جګړه افغان عسکر پر مخ وړي او بهرني عسکر یواځې له خپلو خوندي مرکزونو نه قومانده ورکوي نو ځکه د بهرنیانو تلفات کم او د افغان عسکرو تلفات مخ په زیاتېدو دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button