د پاکستان په پنجاب ایالت کې یو سپی هغه مهال د مرګ په سزا محکوم شو، کله چې یو کس له سپي نه ځايي محکمې ته شکایت وکړ. په دې اړه د پنجاب د پولیسو مشر راجه سلیم یوې غونډې ته په وینا کې وویل: دوی ځکه سپي ته د مرګ سزا واوروله چې هغه یو تن ماشوم خوړلی ؤ.
ویل کیږي چي لومړی د داړل شوي ماشوم پلار په حکومت کې رسماً خپله عریضه وړاندې کړه، چې ګواکې د هغه زوی د جلیل په نوم د یو کس سپي ټپي کړی دی. د ماشوم پلار چې انور نومیږي وايي، د جلیل سپي تر دې وړاندې نور کسان هم داړلي دي. کله چې د دواړو خواوو خبرې اوږدې شوې د سیمې یو چارواکي راجه سلیم د دواړو خواوو د خبرو له اوېدو وروسته د سپي د مرګ فیصله واوروله.
د راجه سلیم په خبره سپي ته د مرګ د سزا اورول د انساني خواخوږی له مخې شوې ده.
خوبل طرف ته بیا د سپي څښتن هم له خپل سپي نه د دفاع په خاطر د هغه د وکیل په ډول خپله عریضه وړاندې کړې. نوموړی وايي، کله چې سپي ماشوم وخوړی د ماشوم د خپلوانو له عریضې کولو وروسته یې یوه اونۍ په جېل کې هم تېره کړې ده او په خبره یې اوس سپي ته د مرګ سزا ورکول له انصافه لیرې خبره ده.
دا لومړی ځل دی چې سپي ته هم د مرګ سزا د داسې حکومت له لورې په رسمي ډول اورول کیږي چې د اسلامي هېوادونو په کتار کې راځي.

















