غزنی: واغظ ولسوالۍ سقوط کړی- مرکز کې بریدونه روان دي

کابل ټکی کام| غوایی۳۰، ۱۳۹۶- د غزني ولایت په مرکز او څو ولسوالیو له تیرې شپې راهیسې وسله والو طالبان پراخ بریدونه پیل کړي.

تېره شپه د واغظ ولسوالۍ په مرکز او امینتي پوستو وسله والو طالبانو سخت بریدونه پیل کړل چې په پایله کې د واغظ ولسوالي په مکمل ډول د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. وسله وال طالبان وایي چې د واغظ مرکز له لږ ځنډ وروسته سقوط کړی دی. طالبان همدا راز وايي چې په یاده جګړه کې یې د دولتي ځواکونو ۶ ټانګونه ویجاړ شوي او د ۳ نورو ټانګونو په ګډون پرېمانه وسله، مهمات او نظامي توکې نیول شوي دي.

بل خوا د ده یک ولسوالۍ مرکز هم د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې دی، طالبان وايي ”د ده یک ولسوالۍ په مرکز هم لومړی موټر بم برید وشو، وروسته ګڼ عملیات پرې پیل شول چې تراوسه د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ګڼې نورې پوستې تر ډيره ویجاړې شوي، د ولسوالۍ مرکز ته نیږدې د دښمن په یومهمه نظامي قرارګاه سخته جګړه روانه ده. هلته هم د د ښمن ګڼ شمیر عسکر او پولیس وژل شوي، وسائط يې ویجاړ شوي، وسلې، مهمات او نور وسائل ترې نیول شوي دي.“

د غزني ولایت چارواکو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

له څو ورځو راهیسې د غزني ښار اوسېدونکي د دې ښار له سقوط نه سخته اندېښنه لري. د غزني ولایت اوسیدونکو رسنیو ته ویلي، ”که طالبان په ښار برید وکړي دولتي سرتیري به د مقاومت او جګړې توان ونلري او ښار به د طالبانو لاس ته ولویږي.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button