ارزګان: د ملي اردو څلورمې لوا د رئيس ارکان په ګډون لس پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۳۰) الماس خدرخېل

د ارزګان ولايت چارواکي وايي، چې د مرکز ترينکوټ اړوند د شاه منصور مکتب او سپينې خاورې په سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي، چې دواړو غاړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ يو لوړرتبه چارواکي دوهم څارن ملک زين الله رسنيو ته ويلي، لومړی طالبانو په ياده سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل چې په شپږو ساعتونو کې يې ټولې پوستې ونيولې، خو د لږ وخت په تېريدلو سره بيرته د امنيتي ځواکونو لاس ته ولويدې.

نوموړی وايي، په دغه جګړه کې د ملي اردو دوه سرتيري، دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

هغه وويل په دغه جګړه کې له لسو زياتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو طالبانو د خپلو دوه تنه پلويانو ټپي کيدل او يو بل وژل کیدل منلي دي.

بل پلو يوې امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي،چې په دې جګړه کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا د ارکان رييس ډګروال نجيب الله په ګډون څلور د ملي اردو کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دې .

طالبانو د  دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې په يوه لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې جګړه کې يې د رئيس ارکان په شمول دولس عسکر وژلي او د هغوی څلور نقليه وسايط يې سوزولي دي.

طالبان وايي، په ياده جګړه کې يې له دولتي عسکرو وسلې او يو شمير پوځي توکي هم له ځان سره وړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button