اشرف غني د جګړې په لمبو کې سوله غواړي!!

تبصره
د افغانستان د سولې په اړه د تېرو څلورو کالو راپدېخوا ١١ غونډې وشوې، چې په کې د کابل، اسلام آباد، مري، بيجينګ، قطر او روسيه کې په شویو غونډو کې د بيلابيلو نظرونو په اساس د سولې په اړه غور شوی دى، خو تر اوسه پورې لا يوې غونډې هم د سولې رنګ نه دی راوړى.
تيره ورځ اشرف غني د ټايمز مجلې سره په مرکه کې ويلي دي: ځینې کسان شته چې د هېواد د سولې په اړه صادقانه هلې ځلې کوي او د خبرو دروازه پرانیستې ده ه روخت چې وغوښتل شي په رسمي ډول به خبرې پیل شي، بیا ویلی شو چې په دې پروسه کې مو بریالیتوب تر لاسه کړی دی.
اشرف غني که دا خبره په صداقت کړې وي چې له طالبانو سره د تماس کرښې پرانستې دي، افغاني ټولنه له یو بل سره تړلې ده؛ نو بيا ولې په ځاې د دې چې نور امريکايي پوځونه افغانستان ته راغواړى، د سولې لپاره ولې هلې ځلې نه کوي؟؟؟ خو د دې نه دا څرګنده شوه چې اشرف غني خپل او د خپلو يارانو شتون د بهرنيو پوځونو په موجوديت کې ګوري.
په داسې حال کې چې همدا اوس هم په افغانستان کې د جګړې اور بل دی او اشرف غني يا د هغه دفاع وزارت له امريکا نه د نورو پوځونو د راليږلو غوښتنه کوي، د دې نه دا بريښي چې امريکا او اشرف غني دواړه په هيواد کې د جګړې په لمبو کې سوله غواړي!!! يانې سوله نه غواړي ځکه په جګړه کې يو وخت هم نه سوله شوې ده او نه سوله کيدای شي.
افغاني ټولنه چې له يوه بله پورې تړلې ده، بيا نو ولې يوه بين الافغاني لويه جرګه نه راغوښتل کيږي چې د هېواد ټولې شخړې پ ې هوارې کړل شي…؟؟ بيا نو اشرف غني په پرديو پوځونو د څه لپاره تکيه کوي، چې افغاني ټولنه د يوه بل پورې تړلې وي؟؟؟ د پرديو راغوښتل او د هغوی په لاس د افغانستان مسئله ورکول خو دا مانا لري چې په افغانستان کې بايد د تل لپاره د افغان ولس پر سر تپل شوې جګړه دوام ولري.
په کابل کې د سولې په نامه عالي شورا د طالبانوسره د خبرو کولو وينا کړې ده؛ خو هغوی هم چې له بهره یې بودجه تمامه شوه اوس د سولې نوم په خوله نه غړوي او نه د سولې په اړه څه بحث کوي. که سوله د جګړې په څېر د بهرنيو مرستو پورې وتړل شي، نو بيا خو په افغانستان کې د سولې تمه نه ده پکار؛ ځکه چې امريکا هيڅ وخت په افغانستان کې څه، چې په اسيا کې سوله نه غواړي او دا کومې لوبې چې امريکا د خپلو يارانو په ملتيا پيل کړې دي دا داسيا د نااراميو لپاره دي نه د سولې لپاره.
د ٢٠١٥ميلادي کال د جولايي د مياشتې په اتمه نېټه چې د ملا محمد عمر مجاهد د مرګ په خبر سره په مري کې کيدونکې د سولې خبرې وځنډېدې تر اوسه یې پيوند نه دی اخستى او نه حکومت د سولې په اړه کوم مثبت اقدام کړی دى او نه یې د کومو اسلامي هېوادونو څخه په دې اړه څه مرسته غوښتې ده.
دا چې افغان ولس د جګړې په اور کې سوځول کيږي او په يوه ناڅرګند برخليک اخته د،ي ددې په اړه يو لاره لټول پکار دي؛ يا خو او،آى، سي او يا د عرب ليګ څخه غوښتنه پکار ده چې د ګاونډيانو او د سيمې د هېوادونو په مرسته په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسيدا او د سولې په اړه جدي اقدام وکړي.
که په افغانستان کې د جګړې د بندښت او دايمي سولې په اړه اقدام ونه شو؛ نو په افغانستان کې د پيل کړل شوې جګړې په اور کې به د سيمې او ګاونډي هېوادونه هم وسوځي. اشرف غني د جګړې په اور کې سوله غواړي خو هيڅ وخت د جګړې په اور کې سوله منځ ته نه ده راغلې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button