جنرال دوستم ښايي بيا افغانستان ته راستون نه شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۳۰) الماس خدرخېل

وړمه شپه د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم له هېواده ترکيې ته ولاړ او ښايي بيرته افغانستان ته راونه ګرځي.

د دوستم د دفتر مطبوعاتي سلاکار یاسين خاموش او د جنبش د ګوند وياند بشير احمد ته ینج رسنيو ته ويلي، چې نوموړی د درملنې په موخه ترکيې ته تللی او بیرته به خپل هېواد ته ستنېږي.

څو مياشتې مخکې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي پر جنرال دوستم تور لګولی و او عريضه يې پرې کړې وه، چې دی يې شکنجه کړی، بندي کړی، د هغه او د ساتونکو له خوا ورباندې جنسي تیری شوی.

نوموړي، دغه تورونه رد کړل او دا يې د چارواکو دسيسه وبلله چې د هېواده يې د شړلو لپاره ورته برابره کړې ده.

دوستم د دغې پېښې وروسته تر څلورو مياشتو خپل دفتر ته نه ولاړ، خو کله چې د تېرې کب مياشتې په لومړيو کې نوموړی خپل دفتر ته ولاړ نو په سبا يې د هغه د کور او دفتر د کلابندۍ راپورونه ورکول شول. نيويارک ټايمز د يو شمير افغان چارواکو له قوله ليکلي، چې ښايي دوستم بیرته افغانستان ته راونه ګرځي.

په ورته وخت کې ځينو رسنيو هم هېواد ته د هغه د بيا نه راګرځيدو راپورونه خپاره کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button