ښایي حسن روحاني ټاکنو کې بریالی شي

(کابل ټکی کام ۳۰ غوايي ۱۳۹۶) حمزه حسیني
په ایران کې پرون ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې، چې تېره شپه ۱۰ بجې پای ته ورسېدې، خو نن د رایو شمېرنه جریان لري او د لومړنیو معلوماتو له مخې ښایي چې حسن روحاني به په دغو ټاکنو کې بریالی او بیا ځلې به د ایران ولسمشر شي.
حکومتي سرچینو او د رایو د شمېرنې کمیسون لا تر دې دمه شمېرې نه دي خپرې کړي خو د څېړونکو په نظر حسن روحاني تر دې دمه مخکښ دی.
د ایران د ټاکنو د ادارې مشر علي اصغر وایي: تر اوسه ۲۴ میلیونه رايي شمېرل شوي دي چې د حسن روحاني رايي ۱۴ میلیونه شاوخوا دي او د ده د سیال ابراهیم ريسي رایي د ۱۰ میلیونو په شاخوا کې دي چې د حسن روحاني رايي ترې لوړې دي، نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د رایو د شمېرنې وروستی پایلې به ډېر ژر له هیوادوالو سره شریکې کړي.



