پاکستان: د چارسدې شبقدر کې پنځه چاودنې شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۳۰) الماس خدرخېل

د خيبرپښتونخوا په چارسدې سيمه کې نن سهار مهال پرلپسې پنځه چاودنې رامنځته شوي، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ټپيان کړي دي.

سيمه ييز چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه د ظريف کور کلي د يوه ښوونځي تر څنګ رامنځته شوه چې د ښوونځي څوکيدار او يو زده کوونکی يې ټپيان کړل.

د پاکستانيو رسنيو د راپورونو له مخې، له يادې چاودنې وروسته د شبقدر په موصل او ميروکور سيمه کې هم درې چاودنې شوي، چې له امله يې ۱۲ کسان ټپيان شوي ديږ

ځايي رسنۍ وايي، په دغو چاودنو کې د پنځو ميرمنو او ۶ ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ټپيان شوي دي.

تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکول شوی.

د پېښې ټپيان د تداوۍ لپاره د پېښور او په سيمه کې نېږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ويل کېږي، سيمې ته د امنيتي ارګانونو کارکوونکي رسېدلي او د پلټنې عمليات يې پيل کړي دي.

تر اوسه د دغه چاودنو پړه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button