د ټايمز پېښه کې مجرم کس محکمې ته حاضر شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غوايي ۳۰) حمزه حسیني

هغه موټر چلونکی پرون محکمې ته حاضر شو چې د نیویارک د ټايمز په څلور لارې کې یې خلک په خپل موټر وهلي و. نوموړی ريچارډ روجاس نومیږي او شپږويشت کاله عمر لري چې د پنجشنبې په ورځ یې د خپل موټر په توسط خلک ووهل.

په یاده پېښه کې ريچارډ روجاس یوه اتلس کلنه ښځه وژلې او ۲۳ کسان یې نور ټپیان کړي هم دي چې د دریو تنو حالت نازک ښودل شوی.

څارنوالانو ویلي چې ريچارډ روجاس پولیسو ته ویلي چې ده غوښتل ټول کسان ووژني، نوموړی په قصدي وژنو، د قصدي وژنو په څو واره هڅو، په سخت تاوتریخوالي او د موټر په واسطه د خلکو په وژلو تورن دی.

نوموړی د امریکا د سمندري ځواکونو سرتېری ؤ چې په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د بې ډسپلینۍ په خاطر له پوځ شړل شوی ؤ، نوموړی مخکې هم د حملو کولو په تور تورن پېژندل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button