غزني جګړه دوهم تعقيب: په بريدونو کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۳۰) الماس خدرخېل

د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې تېره شپه سلګونه وسله والو طالبانو د دغه ولايت په مرکز او پنځو ولسواليو واغظ، اب بند، زنخان، خوګياڼو او ده يک کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو او نورو دولتي ودانيو بريدونه وکړل، چې له امله يې مرګ ژبله رامنځته شوې ده.

د غزني د پوليسو وياند فهيم اميري وايي، په دغه جګړو کې تر پنځلس پورې دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو طالبان بيا دغه شميره لوړه ښايي.

د غزني ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکی کام ته وويل، په ياده جګړه کې د دوی ډيری سرتيري وژل شوي چې دمګړۍ چارواکو د وژل شويو سرتيرو مرکز ته د انتقال لپاره امبولانسونه ګومارلي دي.

د سرچينې په وينا تر دې دمه مرکز ته د ۱۸ سرتيرو جسدونه راوړل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په يوه لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو په واغظ او ديک ولسواليو سربيره د مرکز ترينکوټ په ځينو امنيتي پوستو هم بريدونه کړي او لږ تر لږه ۱۱۷ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو ويلي، دغه بريدونه يې په مرکز کې د واکنش په قطعې، د محبس په قرارګاه او يو شمير نورو سيمو کې ترسره کړي، چې پکې د غزني ولايت د مرکز د ټولو پوستو عمومي قوماندان (برکت بدخشانی) هم وژل شوی دی.

ښاغلی مجاهد زياتوي، په ټولو بريدونو کې ۵۴ عسکر وژل شوي او ۶۲ نور ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، په دغه جګړو کې د دوی ۸ وسله وال وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

طالبانو د واغظ ولسوالۍ د نيولو تر څنګ د زيات شمير وسلو او پوځي توکو د نيولو ادعا هم کړې ده.

بايد وويل شي، چې طالبانو د نويو پسرلنيو منصوري عملياتو له پيل راهيسي په ټول هېواد کې جګړې ته زور ورکړی او وخت ناوخت له دولتي ځواکونو د پوستو او ولسواليو د نيولو راپورونه ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button