عسکرجانه

تحسين مسافر

عسکر جان

ته  چې د غربيانو مخته  شاته ځې
ګوره  يوه ورځ  به  ټنډه  ماته ځې

لږ فکر او سوچ  دې په  کار واچوه
ځان بولې  مسلم  د کفرخواته ځې

ته دې د نيکونو تاريخ  ولوله
پرېږده غلامي  دې  ناروا ته ځې

راشه  توبه  ګار شه  اسلحه کېږده
څو به  لنډغرو سره غلاته ځې

درومه خو نور مه په اشارو د غرب
هره شپه  وژلو دمُلا ته ځې

مه ځوروه نوردغه  مظلوم  ولس
بيابه ګوره ته داور سزاته ځې

پرېږده غلامي نور داوعده وکړه
نور به له ( تحسين ) سره غزا ته ځې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button