په دولتي ادارو کې د سرپرستۍ دوام نا امني او فساد زيات کړي

راپورتاژ: الماس خدرخېل

په ګډ حکومت کې د مشرانو تر منځ د سياسي اختلافاتو او واکونو له امله لا هم ډيری وزارتونه او رياستونه د سرپرستان له لوري اداره کېږي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، په دولتي ادارو کې د سرپرستۍ دوام د دې لامل شوی، چې نا امني زياته کړې ده.

د دغه جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي د جرګې په ننۍ غونډه کې وويل، چې خلک د نا امنۍ له امله اندېښمن دي او بايد دې موضوع ته حکومت جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي له حکومت نه غوښتنه وکړه، چې نوماندان وزيران ورمعرفي کړي او زياته يې کړه، تر هغې چې نور وزيران نه وي ورمعرفي شوي نو د دريو نوماند وزيرانو د رای ورکونې موضوع به په اجنډا کې شامله نه شي.

اوس مهال یوولس وزارتونه، درې لوی ریاستونه، دوه ولایتونه، لسګونه ولسوالۍ او ښاروالۍ د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

په ورته وخت کې اجرائيه رياست وايي، چې دوی د سلب صلاحيت شويو وزيرانو په برخه کې د جرګې په پريکړو ملاحظات لري او لا هم د سترې محکمې پريکړې ته منتظر دي.

تېر کال د پراختیايي بودجې د نه مصرف له امله د ولسي جرګې له لوري یو شمېر وزیران سلب اعتما شول، چې لا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د ۲۵ وزارتونو له ډلې د بهرنیو چارو، دفاع، کانونو، اطلاعات او کلتور، مخابراتو، ټولګټو، پوهنې، ټرانسپورټ، لوړو زده کړو، قبایلو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونه د سرپرستانو له خوا داره کېږي.

د دولتي ادارو د سرپرستۍ قانون پر بنسټ چې د ولسي جرګې له لوري تصويب شوی: سرپرست وزير نه شي کولی چې له دوو مياشتو ډیر وخت په دنده کې پاتې شي.

د افغانستان د فساد ضد شبکې غړی ذبیح الله وردګ هم په دولتي ادارو کې سرپرستي د فساد او نا امنيو ستر لامل بولي.

د هغه په وينا، سرپرستان نه شي کولی چې يو څوک مقرر او يا منفک کړي، خو دغه کار جريان لري او ښايي د دوی دغه عمل اداري فساد ته لاره هواره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button