د پکتیا په مرکز گردیز کې ډلییز برید شوی

ګردیز نه تازه راپورونه وايي چې یو شمېر برید کوونکي د پکتیا په مرکز ګردیز کې د نوي کابل بانک ودانۍ ته پورته شوي دي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي .

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت پيښه تاییدوي وایي برید د ګڼه ګوڼې په یوه سیمه کې شوې خو تر اوسه د تلفاتو او د برید کوونکو دقیقه شمیره نه ده معلومه.

نوموړي دغه راز وویل چې امنیتي ځواکونه سیمې ته ور روان دي او هڅه کوي چې د برید کوونکو سره  وجنګیږي او برید پای ته ورسوي.

برید نن د شنبې په ورځ له غرمې وروسته دوه نیمې بجې پیل شوی چې اوس هم روان دی .

د یادونې وړه ده چې تر دې دمه د برید مسؤلیت چا په غاړه ندی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button