بدخشان : د راغستان ولسوالۍ د حقوقو مدیر تښتول شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۳۰)
وسله والو طالبانو د راغستان ولسوالۍ د حقوقو مدیر مولوي عبدالحمید شهاب تښتولی.
د بدخشان کوز یفتل ولسوال امام علي همدمي نن رسنیو ته ویلي چې مولوي حمیدالله شهاب تېره ورځ شاوخوا یوه بجه د فیض اباد څخه د راغستان په لور روان و، چې د راغستان او کوز یفتل ترمنځ د شبیرکلان سیمه کې وسله والو طالبانو له خپل موټر څخه ښکته کړی او له ځانه سره يې بیولی دی او تر دې مهال یې هېڅ درک نشته.
محبوب الرحمن طلعت په ولایتي شوری کې د راغستان د خلکو استازی وايي که طالبان مولوي حمیدالله شهاب په دې دوه ورځو کې په کوز یفتل کې ونه وژني نو تمه ده چې راخوشی به شي.
خو طلعت په دې باوردی چې طالبان به د راغستان د حقوقو مدیر مولوی شهاب ونه وژني اما د را پرېښودلو اراده به ولري او کنه .؟
سره له پرله پسې هڅو، د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي هيڅ حاضر نه شول ، چې د مولوي عبدالحميد شهاب د اختطاف په اړه خپل نظر څرګند کړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمه وسله والو طالبانو د راغستان د حقوقود مدیر مولوی عبدالحمید شهاب په اړه څه نه دي ويلي.



