د ایران په ټاکنو کې حسن روحاني يو ځل بيا ولسمشر شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۳۰) الماس خدرخېل
د ایران د کورنيو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو په پايله کې حسن روحاني دغه ټاګنې ګټلي او د دوهم ځل لپاره د ایران ولسمشر وټاکل شو.
نوموړي له شاوخوا څلوېښت ميليونه رايو څخه ۲۳ ميليونه رايې خپلې کړي دي.
د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني رسنيو ته وويل، حسن روحاني له سلو ۵۷ سلنه رايې اخيستي دي.
دغه راز نوموړی وايي، د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کې ابراهیم رئیسي ۱۵ میلیونه ۷ لکه ۸۶ زره ۴۴۹رايې، مصطفی اقامیرسلیم ۴ لکه ۷۸ زره ۲۱۵رايې او څلورم کاندید مصطفی هاشمي بيا ۲ لکه ۱۵ زره ۴۵۰ رايې ترلاسه کړي دي .
پرون ورځ په ټول ايران کې د ولسمشرۍ تر څنګ د پارلمان او ښاروالۍ لپاره هم ټاکنې ترسره شوې.
په دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر څه باندې ۵۶ میلیونه ښودل شوی، چې د رای اچولو حق لري.
په دغو کسانو کې یو میلیون او ۳۵۰ زره ۲۹۴ کسانو د لومړي ځل لپاره ټاکنو کې ګډون کړی چې ۶۳ زره او پنځه سوه د رايې اچونې مرکزونه ورته پرانيستل شوي و.



