په لوګر ولایت کې بريد!!

م . عاصم

له بده مرغه پرون د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون يوولس تنه ملکي وګړي شهيدان شول.

حکومتي لوري یې د تير په څېر پړه پر طالبانو باندې واچوله مګر  ذبيح الله مجاهد چاودنه د اربکيانو کار وباله او پکې يې لاس لرل رد کړل .

د لوګر ولایت د پرونۍ چاودنې د سيمې د شاوخوا خلکو له قوله طالبان کله هم چې د دغه ساحې په سرکونو ماينونه ږدي خلک په دغه سرکونو بیا تګ ته نه پريږدي، او له کوم لوري څخه چې پرې د خلکو تګ راتګ وي په هغه لورو کې يې خپل کسان درولي وي او خلک له دې منع کوي، چې د ماين په لاره ورشي او په نورو لارو د تګ لارښوونه ورته کوي. همدغه راز دوی هغه وخت د يادې سيمې په سرکونو باندې ماينونه ږدي چې په نيږدې وخت کې د دولتي يا بهرنيو ځواکونو د کوم کاروان او یا پلې ګزمې د راوتلو امکان وي.

د سيمې اوسيدونکي وايي په دې ورځ نه د دولتي عسکرو د کوم کاروان د راتګ خبره وه او نه هم چې ماين ايښودل شوی طالبان په یاده سيمه کې موجود ؤ، ځکه د طالبانو معمول دا ؤ چې دوی به کله ماين کيښود بيا يې عام خلک په هغه لاره او سرک تګ ته نه پريښودل، بلکه درې کسان به يې فقط د همدغه کار لپاره کينولي ؤ.

طالبان له ريموټ کنټرول سره وصل ماينونه هر ځای ږدي؛ ځکه اختيار او کنترول يې د دوی په لاس کې وي، خو هغه ماینونه چې د فشار په واسطه انفجار کوي طالبان يوازې په هغه لار کې ږدي چې دښمن پرې حرکت کوي، هغه وخت يې ږدي چې دشمن هم ډير نيږدې وي او خلک هم بيا په دغه لار له تګ راتګ څخه منع کوي.

دا چاودنه اربکيانو د دې لپاره ترسره کړې چې د سيمې خلک راوپاروي او له خپل ځان سره ملګرتيا ته يې وهڅوي.
په دې وروستيو وختونو کې د لوګر په هره برخه کې اربکيان ډير ځپل شوي دي، هیڅوک يې ملګرتيا ته زړه نه ښه کوي له همدې امله يې اوس همدا تکتيک اختيار کړی دی، غواړي هم مجاهدين بدنامه کړي او هم خپل ځان ته ملګري پيدا کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button