د نړۍ پای (۴۴مه برخه) -داسې باران له کوم څخه به چې هيڅ د خټو او ډبرو کور بچ پاتې نشي –

۹۰ – داسې باران له کوم څخه به چې هيڅ د خټو او ډبرو کور بچ پاتې نشي

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړی چې د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې له آسمان څخه به يو داسې باران را ووريږي د کوم له امله به چې هيڅ د خټو او ډبرو کور بچ پاتې نشي، د دغه باران لپاره به يواځې د اوښانو له وړيو څخه جوړې شوې خيمې ودرول شي.

حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:لاتقوم الساعة حتی يمطر الناس مطراً، لاتکن منه بيوت المدر، ولاتکن منه الا بيوت الشعر ([1]).

ژباړه : قيامت تر وخته نه قايميږي تر څو چې له آسمان څخه يو داسې باران نازل نشي له کوم څخه به چې هيڅ د خټې او ډبرو کور بچ نشي، البته له وړيو څخه جوړې شوې خيمې به له دې باران څخه بچ پاتې شي.

۹۱ له آسمان څخه به باران راوريږي مګر په هغه سره به حاصل نه کيږي

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  چې د قيامت له کومو نښانو څخه خبر ورکړی په هغوی کې دا هم ده چې له آسمان څخه به باران را وريږي مګر په دې سره به زمکه نباتات او فصلونه نه زرغونوي.

حضرت انس  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لاتقوم الساعة حتی يمطر الناس مطرا عاما، ولاتنبت الارض شيئا ([2]).

ژباړه :

قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې په خلکو ډير زيات بارانونه ونشي، مګر زمکه به هيڅ شی نه را زرغونوي.

يقينا دا به داسې وي چې له زمکې څخه به برکت پورته شي، لکه څنګه چې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي : قحط سالي دا نه ده چې باران نه وي، بلکه قحط سالي دا ده چې په خلکو به باران وريږي ليکن زمکه به څه نه را زرغونوي ([3]).

۹۲ داسې فتنه کومه به چې عام عرب هلاک کړي

له کومو نښانو چې نبي  علیه السلام خبر ورکړی له هغوی څخه يوه نښانه يوه داسې لويه فتنه هم ده د کومې په ګير کې به چې عام عرب راشي او په ډير شمير کې عرب به هلاک او برباد کړي.

حضرت عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

تکن فتنة تستنظف العرب، قتلاها فی النار، اللسان فيها اشد من وقع السيف ([4]).

ژباړه : يوه داسې فتنه به ښکاره شي کومه به چې ټول عرب په قبضه کې واخلي، د دې فتنې وژونکي به جهنم ته ځي : او د دغې فتنې د ژبې تاثير به له تورې څخه زيات وي.

د (تستنظف العرب) معنا دا ده چې دا به ټول عرب تباه او برباد کړي، دا داستنظف الشی له محاورې څخه ماخوذ ده کومه چې په هغه وخت کې ويل کيږي کله چې يو شی کاملا په خپله قبضه کې را وستل شي.

(قتلاها فی النار) يعنې د دې فتنې مقتولين به د جهنم په اور کې وي، ځکه چې دغو خلکو به د شيطان اتباع او د خپلو خواهشاتو پيروي به يې کړې وي او د دنيا لپاره به جنګيدلي وي، د همدغه جنګ له امله به هغوی د عذاب جهنم مستحق جوړ شي، اګر که هغه د مسلمان او موحد په حيث مړه شي، هغوی ته به د جهنم سزا ورکول کيږي خو تل تر تله به د دوزخ په اور کې نه اوسيږي، له قتلاها څخه مراد په دغه فتنه کې وژل شوي خلک دي، داسې خلک د سخت وعيد هدف جوړيږي، ځکه چې له دغه جنګ څخه به مقصود د دين سر بلندي، له کوم مظلوم څخه دفاع، يا د کوم مستحق مرسته کول نه وي، بلکه يواځې د سرکشي، د مال، منصب، حرص او هوس لپاره به وي.

(اللسان) يعنې د ژبې تاثير، د هغې طعن او په همدې سره د جنګ لور ترعيب به د تورې له پريکولو زيات وي، په يوه بل روايت کې دي چې په دې وخت کې به د ژبې اوږوالی له تورې څخه زيات تاثير لري ([5]).

۹۳ ۹۴ ۹۵ د مسلمانانو د نصرت لپاره د ونو او ډبرو خبرې کول او د مسلمانانو له يهودو سره جنګ کول

دا لوی جنګ به په اخره زمانه کې منځته راشي، په دې کې به مسلمانان برلاسي شي، په دې موقع به ونې او ډبرې نعرې وهي او مسلمانانو ته به وايي : اې مسلمانه ! اې د الله بنده ! دا زما تر شا يو يهودي پټ دی، زر راشه دا قتل کړه، يعنې په دغه جنګ کې به ونې او ډبرې هم له مسلمانانو سره د محبت او همدردي اظهار کوي او له هغوی سره به مرسته کوي، دا د الله تعالی له لوري د مسلمانانو نصرت او تاييد دی.

حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنهما بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

تُقَاتِلُكُمْ الْيَهُودُ فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ ثُمَّ يَقُولُ الْحَجَرُ يَا مُسْلِمُ هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ ([6]).

ژباړه : يهود به له تاسو سره جنګ کوي مګر تاسو به پر هغوی غلبه وکړی، تر دې چې ډبرې به خبرې کوي او وايي به : اې مسلمانه ! دا زما تر شا يو يهودي پټ دی، راشه دا قتل کړه.

د ونو او ډبرو داسې خبرې کول د قيامت له نښانو څخه دي، مګر يوه ونه به داسې وي چې د مسلمانانو په حق کې به نه وي، دا د غرقد ونه ده کومه چې د يهودو مرسته کوونکې ده.

حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې مسلمانان له يهودو سره جنګ ونه کړي، مسلمانان به يهود ووژني، تر دې چې يو يهودي به د کومې ډبرې يا ونې شا ته به پټ وي خو هغه ونه يا ډبره به نعرې کړي : اې مسلمانه ! دا زما تر شا يو يهودي پټ دی، راشه دا ووژنه، دا نعره به د غرقد ونه نکوي، ځکه چې هغه د يهودو مرسته کوونکې ده.

د يوه بل روايت الفاظ داسې دي:

تر هغه وخته قيامت نه قايميږي تر څو چې تاسو له يهودو سره جنګ ونه کړی، تر دې چې هغه ډبره به هم د کومې تر شا چې يهودي پټ وي داسې به وايي: اې مسلمانه ! دا زما تر شا يو يهودي پټ دی، راشه دا ووژنه ([7]).

د ونو او ډبرو دا خبرې به حقيقي وي، ځکه چې الله تعالی جماداتو ته د خبرو کولو قوت په ورکړه قادر دی، د جماداتو داسې خبرې کول د قيامت له نښانو څخه دي.

حضرت نهيک بن صريم  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

تاسو به له مشرکينو سره جنګ وکړی، تر دې چې په تاسو کې بچ شوي به د اردن په درياب باندې له دجال او د هغه له لښکر سره وجنګيږي، تاسو به د درياب په مشرقي لوري کې ياست او هغه به د درياب په مغربي لوري کې.

حضرت نهيک بن صريم وايي : زه نه پوهيږم چې په دغه ورځ به د اردن درياب چيرته واقع وي؟ ([8]).

له دې څخه مراد هغه درياب دی کوم چې مقبوضه فلسطين او اردن له يوه بل سره جلا کوي.

[1]  – مسند احمد : ۲/ ۲۶۲، وقال الهيثمي : رجاله رجال الصحيح، وقال الشيخ الارنؤوط : اسناده صحيح علی شرط مسلم، وکذا رواه ابن حبان فی صحيحه.

[2]  – مسند احمد :۳/ ۱۴۰، وسمند ابو يعلی : ۷/ ۳۰۳، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۶/ حديث : ۲۷۷۳.

[3]  – د دې روايت امام احمد  کړی، علامه هيثمي  ويلي د دې رجال صحيح دي.

[4]  – مسند احمد : ۲/ ۲۱۱، وسنن اب داؤد، الفتن والملاحم، حديث : ۴۲۶۵، وجامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۱۷۸، وابن ماجه، الفتن، حديث : ۳۰۶۷، والحديث فيه مقال.

[5]  – د دغه حديث د زيات تشريح لپاره وګورئ مرقاة المفاتيح شرح مشکوة المصابيح ؛۹/ ۲۸۱.

[6]  – صحيح البخاري، المناقب، حديث : ۳۵۹۳، وصحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۲۱، واللفظ له.

[7]  – صحيح البخاري، الجهاد والسير، حديث : ۲۹۲۶.

[8]  – سلسلة الاحاديث الضعيفة : ۳/ ۴۶۰، حديث : ۱۲۹۷.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button