د اسلام د ستر شهید، امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله له ویاړ نه ډکې کارنامې!

ليکوال: م . عاصم

د جهادي خوځښتونو په تاريخ کې د اسلام ستر شهيد، ملا اختر محمد منصور تقبله الله داسې يو قائد ؤ چې دوستان او دښمنان دواړه يې په سياسي، استخباراتي او نظامي ډګر کې لاسته راوړنو او اتلوليو ته ګوته په غاښ دي؛ په ځانګړې توګه لاندې لاسته راوړنې به يې راتلونکو نسلونو ته د تاريخ  په پاڼو کې په زرينو کرښو ثبت وي او د سرلوړۍ، آزادۍ او په خپل ځان د اتکاء الهامونه به ورته ډالۍ کوي.

  • د يو تنظيمي تشکیلاتي جوړښت پر ځای د يو حکومت په څير د اسلامي امارت د تشکيلاتو منظمول

د دې کار ګټه دا وه چې د طالبانو خپلمنځي وحدت يې ټينګ وساته، د اشخاصو پر ځای نظام پياوړی شو، د پردیو استخباراتو لاسونه د اسلامي امارت له تشکيلاتو لنډ شول، د قوماندان سالاريو مخه ونيول شوه، په خپلسريو او بغاوتونو ټولې لارې بندې شوې.

  • د دښمنانو د تجريد نبوي سياست

شهيد منصور صاحب تقبله الله د دښمنانو د تجريد د نبوي سياست په خپلولو د اسلامي امارت په وړاندې د ډيرو هغو احتمالي ستونزو او خنډونو مخه ونيوله، چې شايد وخت په وخت امريکايانو ترې د اسلامي امارت په وړاندې استفاده کړې وای.

د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړيکو ټينګښت او په دې يې قانع کول چې له امريکايانو څخه خپله لار بيله کړي او په دې يې قانع کول چې د امريکايانو په هڅونه په افغانستان کې د شام په څير مداخله ونکړي، د شهيد اميرالمؤمنين له سترو لاسته راوړنو څخه دي او ډيره مهمه پکې دا چې شهيد امیرالمؤمنین تقبله الله دغه سياست په داسې ډول تعقيب کړ چې له خپلې خوا يې نه له کوم اړخ سره په خپلو ارزښتونو سودا وکړه او نه د اسلامي امارت په اهدافو او آرمانونو .

  • د اسلام د ستر خادم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات خبر پټ ساتل

ناخبره خلک شايد د مرحوم اميرالمؤمنين د وفات خبر پټ ساتلو ته په عادي سترګه وګوري او يا په انتقادي نظر؛ خو شهيد اميرالمؤمنين تقبله الله په دې ابتکار سره له يوې خوا په حساسو شرايطو کې اسلامي امارت د دښمنانو له توطيو څخه وساته او له بلې خوا يې د نړۍ مسلمانانو ته دا ثابته کړه چې د اسلامي امارت په هسته کې د استخباراتي سازمانونو نفوذ نشته او په دې برخه کې يې ټول تورونه په عملي ډول بې بنسټه ثابت کړل، ځکه که د استخباراتي سازمانونو نفوذ وای نو دغه خبر به پټ نه وای پاتې شوی.

  • د رهبري له شوری څخه د يوې مقتدرې شوری جوړول

شهيد اميرالمؤمنين د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له لوري جوړه شوې د رهبري شوری لا پراخه او له زياتو اختياراتو څخه برخمنه کړه او دې کار دې ته زمينه مساعده کړه چې د اسلامي امارت قيادت ميراثي نشي، د اسلامي امارت پايې او ستنې لا مضبوطې شي، د قيادت د خلاء پر مهال ډير زر د قيادت خلاء ډکه او خبره اختلافونو او جنجالونو ته لاړه نشي.

  • د اسلامي امارت په رهبري شوری کې سترو ديني علماء کرامو ته د غوښنې ونډې ورکول

د معلوماتو له مخې د اسلامي امارت د رهبري په شوری کې تر (7) کسانو پورې ستر ديني علماء کرام چې هر يو يې شيخ الحديث دی عضويت لري.
په دومره زياته کچه د دومره لويو علماء کرامو موجوديت په شوری کې که الله ته خوښه وه اسلامي امارت له هرر ډول انحراف څخه ژغوري.

  • د مرستيالانو په توګه د ځان لپاره د شيخ الحديث مولوي هبة الله حفظه الله او الحاج ملا سراج الدين حقاني حفظه الله ټاکل

د اسلامي امارت د مرستيالۍ د منصب لپاره د وخت دا تر ټولو زيات مناسب او اهل شخصيتونه ؤ او همدا لامل ؤ چې کله شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شهادت جام نوش کړ، د اسلامي امارت مشران او کشران ډير ژر په دوی را چاپير او له دوی سره يې بيعت وکړ او اسلامي امارت د قيادت له خلاء سره مخ نشو.

د اسلام ستر شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله ډيرې زياتې لاسته راوړنې او کارنامې لري چې کتابونه ليکل غواړي خو موږ يې په دې ليکنه کې پورتنۍ څو تاريخ جوړوونکې لاسته راوړنې ذکر کړې.

الله جل جلاله دې د اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله شهادت قبول کړي او الله جل جلاله دې په جنت کې لوړ مقامونه ورکړي.
آمين

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button