ننګرهار: شپنيو عملياتو او بمبار کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲) الماس خدرخېل
د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو عمليات کړي، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځلس تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، بيګا ناوخته د امريکايي او افغان ځواکونو چورلکې راغلې او د یادې ولسوالۍ د فارم دو په سيمه کې يې د ولسي خلکو په کورونو عمليات پيل کړل.
په وينا يې، د عملياتو په جريان کې هوايي بمباري هم شوې، چې له کبله يې ۳ کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.
د سيمې خلک وايي، په بمبارۍ کې ۲ ميرمنې او يو ماشوم وژل شوي او دغه راز ۸ ميرمنې او څلور سړي ټپيان دي، چې ټول يې ولسي وګړي دي.
تر دې دمه سيمه ييزو چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
وخت ناوخت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امريکايي ځواکونو په ملتيا افغان ځانګړي ځواکونه شپني عمليات ترسره کوي چې پکې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.



