ایران: د توغنديو جوړولو مسله کې د امريکا اجازې ته اړتيا نه لرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲) الماس خدرخېل
د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وروستۍ وينا کې ويلي، چې ايران بايد د ”تروريستانو او ملېشه وو“ له ملاتړه لاس واخلي او هېڅ وخت بايد اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
ټرمپ دغه څرګندونې اسرائيلو ته له رسېدو وروسته په يوه کنفرانس کې کړي او ويلي يې دي، چې امريکا او اسرائيل په يو نظر دي چې په خبره يې چې ايران بايد ژر تر ژره ( د مليشه وو له مالي، روزنيز ملاتړه او د توغنديو له ازمايښتونو لاس واخلي).
د ایران ولسمشر حسن روحاني د امريکايي چارواکو د څرګندونو په ځواب کې سخت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې ايران د اړتيا په وخت کې خپلو توغندي ازموينو ته دوام ورکوي او په دې هکله د امريکا څخه د اجازې اخيستلو ته اړتيا نه لري.
هغه ويلي، ايران په نورو هېوادونو د يرغل په خاطر نه، بلکې له ځانه د دفاع لپاره د نويو توغنديو ازموينې کوي.
روحاني په خپلو خبرو کې ويلي، په سعودي کې جوړ شوي کنفرانس يوه نمايشي بڼه لرله او په وينا يې چې دغه ډول غونډې جوړول هيڅ ډول سياسي اهداف او لاسته راوړنې نه لري.
روحاني وايي، واشنګټن هر وخت د ترهګرو ډلو ملاتړ کړی او دا حق نه لري چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې دعوه وکړي.
هغه د سعودي له لوري د امريکا څخه د وسلو د پيرلو په اړه وويل، کومې وسلې چې عربستان له امريکا پيري، دا وسلې ايران په خپله توليدوي او په دې برخه کې له چانه د وسلو رانيولو ته اړتيا نه لري.



