د افغان ښځو لپاره چينل دڅه لپاره؟؟؟

حيا صنم
نن سبا يو بل ذلالت چې د پرمختګ په نوم دولت پرې ډېر باټېږي او په ټولنيزو رسنيو کې کښته او پورته کېږي هغه هم په کابل کې د اُناثو د پاره ځانګړی تلوېزوني چينل ايجادول دي.
د دې خبر په سمع هکه پکه شوم،چې د دغه چينل د افغانان اُناثو لپاره کومه معنوي او مادي ښېګڼه لري چې دولت يې د ژبې په أثر دومره په وياړ اړوي او راړوي؟
ولې دولت خپله لمنه په خپل سر را اړوي ؟
ولې افغان ولس په دې کار باندې د رضايت په موخه سرکشته ځړولی؟
حال داچې افغان ولس ددې کرغېړن کار پايلې هره ورځ په خپلو سترګو مشاهده کوي آيا هېره مو ده؟ فاحشه،( اريانا سعيد) چې د همدغه ګمراه او فاحشو رسنيو د روزنې محصول ده.
هره ورځ دهېواد د ننه او بهر د افغانانو د عزت جنازې نه ترسره کوي؟
ايا تاسې د تاريخ پر پاڼو کې صليبي جنګونه نه دي لوستي؟چې هلته به صليبيانو د مسلمانانو ناموس د مسلمانو په ضد د حربي اسلحې په توګه کاروه مسلمانې ښځې به يې بربڼډيت ته هڅولې تر څو فحش ته د ورتلو لارې اسانه شي او مسلمانان ځوانان د نفس لومه کې راښکېل کړي او اصلی موخه تری فوت شي.
نن هم تاسې د تجربې او حق د راسپړولو په خاطر ددې چينل د فکر، غوښتنې او د هغوی د مالي لګښت په غاړه اخيستونکی مرجع په اړه پلټنه وکړئ که نصارا نه وه ماته د لعنت بلغم راتو کړئ
که بياهم د دې چينل د نشر مواد،فاحش فلمونه،ګمراه، سريالونه، او ستاسو ناموس د ګمراهۍ او بربنډيت ته د هڅونې منظم پروګرامونه نه وو يو ځل بيا بلغم راتو کړئ.
د دې ټولو بر علاوه ددې چينل کارکوونکي خو به هم ځانونه اسلام ته منسوبوي اخر په کوم دليل دې ښځو ته جواز لري چې د دې فحشاء په مور کې دې دنده ترسره کړي تاسې خو الهی کلام ته يوځل دغه منحو عمل عرض کړئ چې الهی کلام څه ډول غبرګون ښيي.
وَقُل لِّلْمُؤْمِنٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖ وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلٰى جُيُوبِهِنَّ ۖ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ ءَابَآئِهِنَّ أَوْ ءَابَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَآئِهِنَّ أَوْ أَبْنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ إِخْوٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ أَخَوٰتِهِنَّ أَوْ نِسَآئِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُهُنَّ أَوِ التّٰبِعِينَ غَيْرِ أُولِى الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلٰى عَوْرٰتِ النِّسَآءِ ۖ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ ۚ وَتُوبُوٓا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
او [اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو ښځو ته ووايه: چې خپلې سترګې تر كنټرول لاندې وساتئ او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړئ. او خپله ځان جوړونه او سينګار دې نه ښكاره كوي، پرته له هغه چې په خپله څرګند شي، او پر خپلو سينو دي د خپلو پوړنو پلوونه واچوي. هغوى دې خپله ځان جوړونه سينګار نه ښكاره كوي، پرته له دې خلكو پر وړاندې مېړونه، پلرونه، د مېړه پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزيان)، وروڼه، ورېرونه، خوريان، د خپلې طبعې ښځې، خپل مملوك، خپل هغه لاس لاندې نارينه چې ښځو ته حاجت نه لري او هغه ماشومان چې لا تر اوسه پورې د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوي نه وي، يعنې په دغو ماشومانو کې جنسي غرېزې نه وي را ژوندۍ شوي. او هغوى دې پر ځمکه باندې په زوره پښو وهلو سره په داسې شان تګ نه كوي چې د هغو د پټ کړي سينګار خلكو ته معلومات وشي. اې مؤمنانو! تاسې ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، ښايي چې برى درپه برخه شي.
معاذالله الله (ج) په پورتني ايات کريمه کې ټولې هغه ډلې ذکر کړي چې ښځه يې پر وړاندې په حجاب مکلفه نه ده له دې کسانو پرته اسلام ښځې ته دا جازه هم نه ورکوي چې تلوېزون کې دنده خو څه ددې اجازه هم نه ورکوي چې په زوره په ځمکه قدمونه کېږدي
زه ددغو منحوثو رسنيو ټولو منحوثو اوناث کارمندانو ته دا وريادوم خير که نن داسلام سپېڅلی دين بې سرپرسته دی او دافغانانو دغيرت،ننګ ساه وتلې او دستاسو ددې دندې پر وړاندې کومه مانع وجود نه لری خو الله ( ج ) مو حتمي ويني او د هغه له درناکو مجازاتو څخه هېڅکله ځان نشئ ژغورلی لکه څنګه چی الله ج فرمائي
إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفٰحِشَةُ فِى الَّذِينَ ءَامَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِى الدُّنْيَا وَالْءَاخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ [سُوۡرَةُ النُّور : 19]
په يقيني توګه، كوم كسان چې د مؤمنانو په ډله کې د بد لمنۍ خپرول خوښ ګڼي، هغوى په دُنيا او اخرت کې د دردناك عذاب وړ دي. الله پوهېږي او تاسي نه پوهېږئ.
که څه ددې ګمراه کار لپاره په الهی کتاب او نبوي احاديثو کې زيات د لائل موجود دي خو زه په پورتني دوو د لائلو بسنه کوم.


