ترکيې د امريکا سفير احضار کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲) الماس خدرخېل
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په امريکا کې د دغه هېواد د ولسمشر طيب اردوغان له ساتونکو سره د ناسم چلند له امله د امريکا سفير په انقره کې احضار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت نوموړي ته پر دې اعتراض کړی، چې د امریکا پولیسو د ټولو ډیپلوماتیکو اصولو او ناسم چلند له امله د اردوغان دوه ساتونکي هغه مهال ونيول او له څه مودې وروسته يې بيرته ترکيې ته واستول چې په مظاهرچيانو د سوکانو او کوتکو وارونه وکړل.
ترکيې د اردوغان له ساتونکو سره دغه ډول چلند غندلی او په دې اړه يې امریکا ته هم په لفظي او هم په لیکلې بڼه احتجاجي یاداشت ورکړی دی.
د ورکړل شويو راپورونو له مخې امریکا هم په واشنګټن کې د ترکیې سفیر احضار کړی او د امریکا په خاوره کې یې د رجب طیب اردوغان د ساتونکو د تاوتریخوالي په خاطر له هغه سره خپله ژوره اندېښنه شریکه کړې ده.
په دغه مظاهره کې لږ تر لږه ۹ تنه ژوبل شول.



