وزيري: کندهار کې د ملي اردو لس سرتيري وژل شوي نهه ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲) الماس خدرخېل
د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو په يوه قرارګاه بريد کړی، چې له امله يې لس د ملي اردو عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري رسنيو ته ويلي، بريد تېره شپه په ياده ولسوالۍ کې د (اڅکزۍ سوزني) سيمه کې د امنيتي ځواکونو په يوه لوی مرکز شوی، چې له امله يې د ملي اردو لس عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.
وزيري زیاتوي، چې سيمې ته تازه دمي ځواکونو استول شوي او په وينا يې چې د پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوی هم لېږل شوی دی.
بل پلو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او رسنيو ته يې ويلي، چې په دې جګړه کې یې ۳۵ عسکر وژلي او ۴ نور يې ژوندي نيولي دي.
طالبان وايي، په دغه جګړه کې يې د دولتي ځواکونو څلور ټانګونه او دوه رينجر موټر سوځولي، درې موټر او په زياته اندازه وسلې او پوځي مهمات يې له ځان سره وړي دي.
طالبانو تيره ورځ هم د دغه ولايت د غورابک ولسوالۍ په يو شمیر دفاعي پوستو بريدونه کړي و چې پکې يو شمير عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.



