د ولسي جرګې غړي په باميانو کې د الوتکې د کېناستلو مخنيوی کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲) الماس خدرخېل
د افغانستان په باميان ولايت کې د ولسي جرګې غړي د يوه خصوصي شرکت د الوتکې د کېناستلو مخنيوی کړی.
د کام اير خصوصي هوايي شرکت مشر عثمان صمدي رسنيو ته ويلي، د ولسي جرګې وکيل عبدالرحمن شهيداني په باميان کې د دوی د يوې الوتکې د کېناستلو مخه نيولې ده.
نوموړي زياته کړې، دغه وکيل غوښتل چې باميانو ته سفر وکړي خو د الوت په ټاکلي وخت نه و رسېدلی الوتکه ترې تللې وه.
هغه وايي، الوتکه چې باميان ته رسېدلې دغه وکيل خپلو وسله والو ته امر کړی چې ياده الوتکه کېناستلو ته پرېنږدي او په خبره يې چې د وکيل پلويانو د هوايي ډګر ځغاستليکه تړلې وه او الوتکې ته يې د کېناستلو اجازه نه ورکوله.
د هغه په وينا ياده الوتکه بيرته کابل ته راستنه شوه او له دې ځايه يې وکيل له ځان سره سپور کړی او بيا يې باميان ته الوت وکړ.
د دغه شرکت مسئولين وايي، چې د شیداني دې کار دغه هوايي شرکت ته ۱۰ زره ډالره زیان اړولی او ترڅنګ یې د کام اییر نورې الوتنې هم ځنډولي دي.
شهيداني ويلي، د ده هرکلي ته يې ۵۰۰ پلويان هوايي ډګر ته ورغلي خو په دې اړه يې بې خبري ښودلې چې ولې دغه الوتکه بيرته کابل ته راستنه شوې ده.
ډيری وخت داسې راپورونه ورکول کېږي، چې ولسي جرګې د غړو خپلوان، ورونه او نږدې کسان قانون نه مراعتوي او کله کله د دوی سرکشي د بې دفاع ولسي خلکو تر وهلو ډبولو هم رسېدلې ده.



