زولنې

ملا محمد مطمئن

زولنې

ورو،ورو يې شرنګوه بندي زلميه زولنې
هم تا ته جـوړې شـوې دي زمريه زولنې

د رب په مينه مسته له خپل ځان نه ناخبره
په پښو کې دې زنګېږي لېونيه زولنې

د غم په ﺗﺮﻧﻢ راته کوي ترخې سندرې
ﺗﺎ ﻫﺮ ﻭﺧﺖ يادوي راته ﻣﺮګيه زولنې

په کومه طريقه دې ترې راخلاص کړمه حيران يم
ښامـار درنــه چاپېرې کړې غميه زولنې

په چېغو يې ژړل يوې خور داسې نعره وکړه
لاسونو کې دې ماتې شه  ورورکيه زولنې

طالبه ( مطمئنه) له سر ټيټې زنده ګۍ نه
سل ځله درته غوره دي سړيه زولنـې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button