کندوز: طالبانو سره په جګړه کې امريکايي جنرال وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳) الماس خدرخېل
د کندوز ولايت په مرکز کې د طالبانو سره په جګړه کې يو امریکايي جنرال وژل شوی او لږ تر لږه ۲۰ افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه جګړې د کندوز مرکز اړوند تلاوکي او شاوخوا سيمو کې تېره ورځ شوي، چې اوس هم خال خال ډزې روانې دي.
د سيمې څخه يوه عيني شاهد کابل ټکی کام ته وويل، يادې سيمې ته امريکايي او افغان کمانډو ځواکونه د عملياتو په موخه راغلي و چې د طالبانو له خوا پرې بمي چاودنې او بريدونه ترسره شول.
د يوې امنيتي سرچينې په وينا، يوه چاودنه د امريکايي ځواکونو په ټانګ شوې چې له امله يې دغه ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی او پکې امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه په هېواد کې ميشت د امريکايي پوځ له لوري په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويل شوي.
خو وسله والو طالبانو د دغه بريد او چاودنو مسئوليت په غاړه اخيستی دی.
طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دغه جګړه کې يې د امريکايي ځواکونو ټانګ په بشپړه توګه ويجاړ کړی او پکې يو امريکايي جنرال وژل شوی دی.
طالبان وايي، ياده جګړه چې پرون ټوله ورځ يې دوام وکړ پکې يو شمير افغان عسکرو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده او د دوی دوه تنه هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دولت په کندوز کې له وسله والو طالبانو بيرته د ډيرو سيمو د نيولو دعوه کوي، خو طالبان وايي چې دولت هيڅ پرمختګ نه لري او د دوی عمليات يې په ټپه درولي دي.
ناتائيد شوي راپورونه وايي، په کندوز کې د طالبانو د سختو بريدونو او يو ځل بيا د دغه ولايت د سقوط له ويرې امريکايي ځواکونه هم د افغان عسکرو سره په مخامخ بريدونو او جګړو کې برخه لري.



